۲۶. د نورو خلکو ډارول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۶.                د نورو خلکو ډارول

د انساني چارو د پرمختیا بنسټ، زړورتیا، عدالت او رښتینولي ښودل شوې ده، انسي او جني شیطانان د انسان د برمته کولو او یرغملونې لپاره لومړی مېړانه، زړورتيا، رښتينولي پکې ځپي..

اقبال وايي:

 سبق پڑھ پھر صداقت کا‘ عدالت کا‘ شجاعت کا
    
لیا جائے گا تجھ سے کام دنیا کی امامت کا [1]

ځان پر صداقت، عدالت او شجاعت وروزه

چې نړۍ د امامت کار درنه واخلي

اما انسي او جني شیطانان انسانان همېشه د وېرې، ترهې او بې زړه توب په داسې خطرناکو لومو کې راښکېلوي چې هېڅ کار ته د اقدام جرات ونلري او د هېچا پر وړاندې خپل حق ونه غواړي، د ځان د خلاصون جرأت ترې اخستل شوی وي.

ولس ځپنه شیطاني بنسټ او نازونه یې رحماني بنسټ، په ټولنیز چلن کې روحيه بښل، زړورول او د ولس له ځپنې څخه ځان ژغورل د رسالتونو چورلیځ و، حتی پېغمبرانو دې ته غاړه ايښې چې د ولسونو له لاسه کړېدل، ځورېدل آن وژل کېدل وزغمي ؛ خو د ولسونو د ځپلو اراده يې ځکه نه ده کړې چې ځپل شوی ولس که تابع هم شي، د الهي او بشري حقونو او مسؤولیتونو د ادا په عزتمن بهیر کې عزتمن نقش نشي درلودای، چې د بني اسرائیلو د ځپلي ولس د حقتلفۍ ګڼې بېلګې يې په ګڼو بڼو ځکه بیان کړي دي چې راتلونکي بشري نسلونه د اصلاحاتو راوستو په نامه د خپلو ولسونو له ځپلو ځانونه وژغوري.

زه وایم: د اسلامي امت د دې اوسنۍ ماتې اساسي لامل په تعلیمي ادارو، کورنۍ او اجتماعي جوړښتونو کې د نسلونو ځپنه ده، دغه وهل، رټل او ځپل د انسي او جني شیطانانو طرح ده چې متأسفانه پلى کول يې زموږ په ټولنو کې د سخت زړو اداره چېانو، بد مغزه ښوونکو او بې مسؤلیته پلرونو له لارې تر سره او زموږ ټولنه د ژوند په ټولو ډګرونو کې له ځوړتیا سره مخ کړه، چې تر شا يې اقتصادي بېوزلي او د چارواکو له لارې د ملي شتمنیو لوټل او یرغملول دي او بیا د دې تر شا له بشري او طبیعي منابعو نه کار نه اخستل دي.

 رسول الله ﷺد مؤمن په تعریف کې ويلي چې يو مؤمن بل مؤمن نه ډاروي وهل، رټل، دګل تر ډارولو پورته او نه بښل کېدونې جرمونه او جنايتونه دي.

«عَنْ ابي هُرَيْرَةَ يَقُولُ: قَالَ رسول الله : «لَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يُرَوِّعَ مُسْلِمًا». [2]

(ابوهريره وايي رسول الله ويلي دي: حلال نه دی چې، يو مسلمان بل مسلمان ووېروي).

راځئ په صحیح سند سره د دې حدیث ورود[3] ولولئ:

عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى، قَالَ: حَدَّثَنَا أَصْحَابُ مُحَمَّدٍ ﷺ، أَنَّهُمْ كَانُوا يَسِيرُونَ مَعَ النَّبِيِّ ﷺ، فَنَامَ رَجُلٌ مِنْهُمْ، فَانْطَلَقَ بَعْضُهُمْ إِلَى حَبْلٍ مَعَهُ فَأَخَذَهُ، فَفَزِعَ، فَقَالَ رسول الله ﷺ:«لَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يُرَوِّعَ مُسْلِمًا».[4]

«له عبدالرحمن بن ابي ليلي رحمه الله نه روايت دى چې موږ ته د محمد (صلي الله عليه وسلم) اصحابو خبره وکړه، چې دوى له نبي (عليه السلام) سره په سفر روان وو، يو سړى ويده شو، بل راغی او پړی يې ترې ورو راښکه هغه ورېږدېد، رسول الله (ﷺ) وويل: «مسلمان ته د مسلمان ډارول روا نه دي).

عَنْ أَبِي لَيْلَى الْأَنْصَارِيِّ، قَالَ: خَرَجَ رسول الله ﷺ فِي بَعْضِ غَزَوَاتِهِ فَأَخَذَ بَعْضُ أَصْحَابِهِ كِنَانَةَ رَجُلٍ، فَغَيَّبُوهَا لِيَمْزَحُوا مَعَهُ، فَطَلَبَهَا الرَّجُلُ، فَفَقَدَهَا، فَرَاعَهُ ذَلِكَ، فَجَعَلُوا يَضْحَكُونَ مِنْهُ، فَخَرَجَ النَّبِيُّ ﷺ، فَقَالَ: «مَا أَضْحَكَكُمْ؟». قَالُوا: لَا، وَاللهِ إلَّا أَنَّا أَخَذْنَا كِنَانَةَ فُلَانٍ لِنَمْزَحَ مَعَهُ فَرَاعَهُ ذَلِكَ، فَذَلِكَ الَّذِي أَضْحَكَنَا فَقَالَ:«لَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يُرَوِّعَ مُسْلِمًا».[5]

(له ابي ليلى انصاري رضى الله عنه څخه روايت دى: رسول الله (ﷺ) يوې غزا ته لاړ، يو سړى د تېکې په ټوکو پټ کړ، سړی وډار شو او ويل: تېکی مې راوړئ، دوی ورپورې په کړس کړس وخندل. رسول الله (ﷺ) راووت ويې وويل: ولې خاندئ؟ هغه وويل: د فلاني تېکی [6] مو په ټوکه اخېستې وه، هغه وډار شو او موږ ته خندا راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: يو مسلمان ته روا نه دی چې بل مسلمان وډاروي).

سندي وايي: «ترویع معنا تخویف یعنې ډارول».

بل حدیث کې وايي: «عَنْ أَنَسٍ، عَنِ النَّبِيِّ ﷺ، قَالَ: مَنْ رَوَّعَ مُؤْمِنًا لَمْ يُؤَمِّنِ الله رَوْعَتَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ سَعَى بِمُؤْمِنٍ أَقَامَهُ الله مَقَامَ خِزْيٍ وَذُلٍّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ [7]».

(له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل:چا چې مؤمن وډاروه د قیامت له وېرې څخه به یې الله تعالی ونه ژغوري او چا چې د مسلمان په اړه چغلي وکړه، الله تعالی به يې د اخرت پر ورځ شرمېدلى ودروي).

روع یعنې: ویې ډاروه، ویې رېږداوه.

په پټکو، وسله او په نورو شیانو وډاروه.

داسې کس د آخرت ډاروونکې ورځې له وېرې څخه نشي بچېدای.

دا یواځې د ډارولو پړه ده، د هغه چا به څه حال وي چې له مؤمن سره تر ډارولو پورته کارونه کوي؟ [8]

دغه ډارول په ټوکو او قصد سره یو حکم لري.

علامه زركشي وايي: په ټوکه هم بې اجازې د بل چا مال اخستل حرام دى.

په بل حدیث کې راځي: «لاَ يَأْخُذْ أَحَدُكُمْ مَتَاعَ أَخِيهِ لاَعِبَ الْجِدِّ وَإِذَا أَخَذَ أَحَدُكُمْ عَصَا أَخِيهِ فَلْيَرُدَّهَا إِلَيْهِ».[9]

(یو تن دې د بل سامان په ټوکو نه اخلي، كه چا د خپل ورور امساء اخیستې وي بېرته دې ورکړي).

د اسلامپوهانو دا نظر دی چې: ډارول مطلقا حرام دي.

که چا حکومت ته په دروغو یا ټوکو د بل چا چغلې وکړه، چارواکي يې ورته ولمسول الله تعالی به یې د قیامت پر ورځ وشرموي، که څه هم د ده په شیطانت کړېدلی نه وي.

».إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَآءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ».[10]

(شیطان خپل ملګري ډاروي، تاسې ترې مه ډارېږئ له ما وډاریږئ که مؤمنان ياست).

هغه کلمات، جملې، نثرونه، شعرونه، ویناوې، بنډارونه، نصایح او اکاړې چې نورو انسانانو ته په لوړه کچه، د پرمختیاوو امید، د بریاوو اسره او د سترو لاسته راوړنو پياوړې هوډمنه هیله بښلای شي طیبه وينا او ضد یې خبیثه وینا ده.



[1]. کشاف الالفاظ اقبال (اردو) ، طلوع اسلام. Concordance of aqbal ، s Poetry.

[2]. عظيم ابادي ، ابن عبدالرحمن شرف الحق العظيم ابادي ، عون المعبود شرح سنن أبي داود ، ج 4 ، ص 301.

[3]. ورود حديث: د هغې پېښې په اړه چې ويل شوى دى.

[4]. طحاوي ، أبو جعفر أحمد بن محمد بن سلامة بن عبد الملك بن سلمة الأزدي الحجري المصري ، شرح مشكل الآثار ج4 ، ص 309.

[5]. الأميرالصنعاني ، محمد بن إسماعيل بن صلاح بن محمد الحسني ، الكحلاني ، التنوير شرح الجامع الصغير ، ج10 ، ص 240.

[6]. د تورې پوخ ، د تورې غلاف ، د تورې چانټه.

[7]. ابوبکر ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني ، أبو بكر شعب الإيمان ، ج 13 ، ص 450.

[8]. له ډارولو پرته نورې لارې: وهل ، رټل ، دګل ، ځپل ، ملنډې وهل ، سپکې سپورې ویل ، پېغورول ، تورنول ، کنځل ، ترټل. . . او داسې نور. . . !.

[9]. البيهقي ، احمد بن البن بن على ، بن موسى الحسرو جردي الخراساني ابوبکر ، السنن الكبرى للبيهقي وفي ذيله الجوهر النقي ج 6 ص 92.

[10]. المائدة: ١٧٥.


No comments:

Post a Comment