لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۷.
ملنډې او رشخند
انسان اشرف المخلوقات دی، د الله
تعالی مکرم مخلوق دی، احسن المخلوقات دی، ملنډې پرې وهل او سپکول يې هغه ستر
جرمونه او جنايتونه دي چې له جبرانولو پرته د الله
تعالی له عذابه نشي ژغورل کېدای، ملنډې د انسان روحیه ماتوي،
دریځ يې ښکته کوي او د پرمختګ ځواک پکې ځپي، کله چې يوه
ټولنه یو بل وکنځي د نورو مغرضو ولسونو د لاسوهنې مخه ورته هوارېږي.
«يَا أَيُّهَا
الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا
مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ».[1]
(اى مؤمنانو! نه دې یو قوم پرنورو
قومونو ټوكې كوي كيداى شي، چې هغوى تر دوی غوره وي او نه دې ښځې پر نورو ښځو ټوكې
كوي، كېداى شي چې هغوى تر دوى غوره وي).

No comments:
Post a Comment