لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۸.
په اشارو او کنایو ملنډې وهل (همز
او لمز)
انسان ستايل، هڅول او پالل د انسان
پټې وړتياوې رابرسېره کوي او شته وړتياوې يې پياوړې او کارنده کوي، رټل او غندل د
انسان ښکاره او پټې وړتياوې له منځه وړي.
«وَيْلٌ لِكُلِّ
هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ (١)».[1]
(تباه دې شي هغه څوک چې خلک په ژبه غندي یا په غړو).
«وَلَا تَلْمِزُوا
أَنْفُسَكُمْ».[2]
(ځان ته سپکې سپورې مه وایئ!).
د قرآن کریم عجیب او خوندور تعبیر وګورئ ؛ یعنې د بل سپکونه ځان سپکونه ده، څوک چې پر چا ملنډې وهې، سپکوي يې او د حقارت احساس
پکې راپيدا کوي، له حقارت سره يې مخ کوي په ټولنه کې له نورو لاس لاندې وګړو
څخه کسات اخلي، رواني رنځونه ساري دي، یو بل ته لیږي.

No comments:
Post a Comment