۲۹. بد نومونه او لقبونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۹.                بد نومونه او لقبونه

انسان «احسن التقويم او اشرف المخلوقات» دی، د ده نازول، په درنو نومونو يې پالل، ستایل او يادول يې موخې لوړې او سپېڅلې کوي او په بدو نومونو يادول يې روحيه ماتوي او کاري وړتيا پکې ځپي.

«وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظالمونَ».[1]

(پخپلو كې يو د بل سپکه مه وايئ او مه يو بل په بدو نومونو يادوئ، تر ايمان راوړلو وروسته بد یادول او بد نومول بد فسق دی كوم كسان چې له ملنډو او بدو لقبونو توبه ونه کړي دوی ظالمان دي).

د بدو القابو اغېزې د انسان پر دریځ، شخصيت او ان د وجود پر حجراتو دومره ډېرې دي، چې ستر کتاب ورباندې لیکل کېږي.



[1]. الحجرات: ١١.


No comments:

Post a Comment