لیکوال:محمدناصر حلیمي
۳۰.
پر انسان بد ګماني
انسان د عقل جسم، روح او روان له پلوه ښکلى، منلى او ښاغلی جوړ شوی، د سترو چارو، ښکلو ويناوو او کارونو وړتيا پکې شته دي، الله تعالی وايي: «لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ (٤) ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ (٥) إِلَّا
الَّذِينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ».[1]
(یقینا ما انسان په ښاېسته جوړښت پیدا کړ، بېرته
مو ډېرې ټيټې مرحلې ته ښکته کړ، پرته له هغو چې ایمان یې راوړ او نېک اعمال یې وکړ،
نو د دوى لپاره نا پایه نه شلېدونکی اجر
دی).
پر
انسان بدګماني ناوړه کار دی، انسان د عقل، روح، روان او جسم له پلوه تر ټولو
مخلوقاتو احسن جوړښت، ستره، ښکلې او ښاېسته بڼه..
لري، چې په ایمان او نېکو چارو سره لا پیاوړی کېږي.
د
چارو د کره پرمخبیونې لپاره انسان روزنې، پالنې، هڅونې او ملاتړ ته اړتیا لري.
د انساني ځانګړنو د ودې او پرمختګ لپاره
انسان سالم ټولنيز او شخصیت
بښانده چاپېریال ته اړتيا لري همدا لامل دی، چې الله تعالی انسان له بده ګمانۍ منع
کوي:
«يَا أَيُّهَا
الَّذِينَ اٰمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ
إِثْمٌ».[2]
(اى مؤمنانو، له ډېرو ګمانونو ډډه وكړئ په رښتيا چې ځينې ګمانونه ګناه دي).
انسانان عيبونه لري، د عیبونو درملنه د نېکو انسانانو
عالمانه اصلاح، منظمې روزنې سالمې ټولنې، او عزتمن سمون ته اړتيا لري. انسانان انتقام اخلي، د عدالت ټینګښت په زړه کې د انتقام احساس د دوستۍ او
همکارۍ پر احساس بدلوي.
د انسان د عيبونو پلټنه او څرګندونه انسانان بې لارې کوي. قرآن کريم د انسان ټولې اخلاقي، علمي، عقلي، رواني او جسمي نیمګړتیاوې د درملنې په
موخه په ګوته کړي دي.
رسول اکرم ﷺد انسانانو د دغو عيبونو د درملنې لپاره قرآنپوهه عامه کړی او د تطبیق لپاره يې انسانانو ته سالمه روزنه ورکړې ده. نه دا چې خلک ورپسې وګماري چې عيبونه يې لوڅ او نیمګړتیاوې یې لړ کړي. اسانه کار
په ژوند کې د اشخاصو د عیبونو څرګندول دي. لږ غوندې دروند کار د کارونو نقد دی. طرح وړاندې کول او وړانديزونه لږ نور هم سخت دي.
خو کار
کول او کار په سمه توګه سرته رسول ډېر سخت خو اړين او ګټور دى، چې دا د قرآن کریم بنسټيزه غوښتنه ده، همدا لامل دی، چې
قرآن کریم انسان ته عملي ژمنې وړاندې کوي، د عمل کلمه ۳۰۷ځلې، دکسب کلمه ۳۸ځلې او دې ته ورته عمل ته هڅوونکي کلمات
او جملې بيا بيا تکرار شوي دي، چې
انسان د کسب او کار له لارې د کمال پړاو ته ورسېږي.

No comments:
Post a Comment