لیکوال:محمدناصر حلیمي
۳۱.
جاسوسي کول
بشري پرګنۍ د خپلې پرمختیا
لپاره د بشري وړتیاوو را برسېره کولو ته
ډېره اړتیا لري، نه نیمګړنو ته یې. د انسان د اصلاح کولو اساسي لار دا ده،
چې ښې ځانګړتياوې يې تشخيص او د ښو ځانګړنو د ودې له لارې په سمو چارو کې
دومره بوخت کړاى شي، چې بدو ته وخت او ميلان ونه مومي، قرآن او نبوي احاديث په
همدې خبره ټينګار کوي، چې د انسانانو توصيفاتو ته وده ورکړئ او منفي پکې اصلاح
کړئ.
«وَلَا تَجَسَّسُوا ».
(یو د بل عیبونه مه
پلټئ!).
قَالَ حُذَيْفَةُ: سَمِعْتُ رسول الله ﷺ
يَقُولُ: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَتَّاتٌ».[1]
(حذیفه
رضي الله عنه وايي، له رسول الله (ﷺ) مې واورېد چې ویل يې: جاسوس جنت ته نه ځي).
قَالَ حُذَيْفَةُ: سَمِعْتُ رسول الله ﷺ
يَقُولُ: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ نَمَّامٌ».[2]
(حذیفه رضي الله عنه
وايي، له رسول الله مې واورېدل چې ویل يې: چغل جنت ته نه ځي).
جاسوس هغه دى، چې د خلکو کارونه څاري، نمام هغه دى، چې د خلکو خبرې نورو ته انتقالوي
او قتات هغه دى، چې په پټه د خلکو خبرې اخلي او چارواکو ته
يې رسوي.
بشري پرګنۍ چې کومې پانګې پر
څارګرو ادارو لګوي همدغه لګښت که په سمه توګه د سمو خلکو په لاس د بشري منابعو په
وده او سپېڅلتیا کې ولګیږي د جرائمو کچه ملیونونه ځلې کمیږي.
بې کفایته او ظالم چارواکي د
جاسوسۍ له لارې خپل واک ته دوام ورکوي او باکفایته چارواکي د بشري سرچینو د تشخیص،
ودې او سپېڅلتیا له لارې.
زه تل اداري مشرانو ته وایم، د
کاري ټېم ښېګڼې ومومئ، په کار يې واچوئ، سره يې منسجم کړئ، لارښوونې ورته وکړئ
او کار ترې واخلئ، مامورینو ته وایم خپلې ښېګڼې په ګوته ادارې سره يې شریکې کړئ چې
د نتایجو په ډګر کې مو اتلولي او بریا زر او ښه وځلیږي.
[1]. قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم ج 1 ، ص ۱۰۱.
[2].
قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم ج ۱ ، ص 273.

No comments:
Post a Comment