۳۲. غیبت کول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۲.                غیبت کول

د بدو او کمزورو خلکو یوه ځانګړتیا پس شا خبرې دي چې يو بل پسې يې کوي، غیبت د هغو حسودانه او بدبینانه خبرو تصویر دی چې په یوه غیر معیاري او غیر اخلاقي ټولنه کې د اخلاقي انحطاط هومره موجوده وي.

«وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا الله إِنَّ الله تَوَّابٌ رَحِيمٌ(١٢)».[1]

(یو د بل غیبت مه کوئ، ايا په تاسي كې څوک شته چې د خپل مړه ورور غوښې خوړل خوښ كړي؟(حال دا چې) تاسې پخپله ترې كركه كوئ. له الله تعالی نه ووېرېږئ، الله تعالی ډېر ښه توبه قبلوونكى او تل مهربان دى).

هېچا ته د هغه عيب تور او پېغور نه کړو، په چا کې چې عيب وي، باید د هغه د عزتمنې اصلاح په لټه کې شو، د اسلامي ورورګلوۍ له مخې ژمن یو چې په حکيمانه بڼه او نرمه عالمانه لهجه يې درملنه وکړو.

هر انسان پر بل دا حق لري چې پیاوړی یې کړي او د شیطان له لسمون او لومې یې وژغوري، د انسان غیبت یعنې د شیطان د بریا اعلانول، د انسان روحیه ماتول، د کینې خپرول، د مینې او رحم ختمول او د بدیو دودول دي.

زه هر شخص، هرې کورنۍ او هرې ټولنې ته د نېکمرغۍ ضمانت ورکوم په دې شرط چې د صائب لاندې شعر پخپل ژوند کې تطبیق کړي:

صائبا! عیب خودت ګو عیب مردم را مګو

هر که عیب خود ګوید از همه بالاتر است

ای صائبه! خپلې نیمګړتیاوې ووایه، د نورو خلکو نیمګړتیاوې مه وایه، هغه تر ټولو ستر انسان دی چې خپل عیبونه وايي.

په اسلام کې د هر انسان غیبت حرام دی، ځکه په حدیث شریف کې د انسان لفظ په مسلمان نه دی مقید شوی, موږ باید داسې ښوونیز او روزنیز نظام جوړ کړو چې د غیبت جرړې په ټولنه کې وچې کړو، متاسفانه اسلام کې دننه د ډېرو مدرسو شاګردان د اسلام په اړه معلومات نه لري ؛ خو د مخالف مذهب پر نیمګړتیاوو کینه کښې خبرې او منفي تبصرې کولای شي.

لاندې نبوي حدیث په غور ولولئ او وګورئ چې د هر انسان غیبت حرام دی، ځکه غیبت د وخت ضیاع او د وړتیاوو ځپنه ده، متاسفانه د اسلام په نامه ګوندونه خپل پلویان د خپلو کلمه ویونکيو مخالفینو پر غیبت روږدي کوي لاندې حديث په غور ولولئ!

«عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ "مَنْ جَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَانَ ضَامِنًا عَلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ مَرِيضًا كَانَ ضَامِنًا عَلَى اللَّهِ وَمَنْ غَدَا إِلَى مَسْجِدٍ أَوْ رَاحَ كَانَ ضَامِنًا عَلَى اللَّهِ وَمَنْ دَخَلَ عَلَى إِمَامٍ يُعَزِّزُهُ كَانَ ضَامِنًا عَلَى اللَّهِ وَمَنْ جَلَسَ فِي بَيْتِهِ لَمْ يَغْتَبْ إِنْسَانًا كَانَ ضَامِنًا على الله»[2].

( له معاذ بن جبل نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چاچې د الله په لار کې جهاد وکړ، الله تعالی يې ضامن دی، چاچې د مریض پوښتنه وکړه الله تعالی یې ضامن دی، څوک چې سهار او ماښام مسجد ته لاړ شي الله تعالی يې ضامن دی، څوک چې مشر ته په درناوي لاړ شي الله تعالی یې ضامن دی او څوک چې پخپل کور کې کښېني او د هېڅ انسان غیبت ونکړي الله تعالی یې ضامن دی).

په کور ناست انسان چې ټولنې ته خیر نه رسوي ؛ خو له غیبته ځان ژغوري له مجاهد، رنځورپاله، مسجدپاله او مشر پاله سره په یو کتار کې یادیږي.

موږ د لویديځ په اړه نقدوونکي کتابونه لوستلي که د دې پر ځای د لویدیځو هېوادونو د پرمختګ د ثبات پر لاملونو مو کتابونه لیکلي وای او نسلونه مو همدغه کتابونه لوستلي وای ګټه يې تر نقدوونکيو کتابونو ډېره وه، ما ډېر پخوا د سید قطب رحمه الله یو کتاب ولوست ( هغه امریکا چې ما ولیده) په هغه کې د امریکا وړې او غټې خبرې نقد شوې وې ؛ خو زه اوس پوهیږم چې باید د امریکې په اړه داسې کتابونه مو لوستلي وای چې د هغوی د صنعتي، زراعتي او تولیداتي پرمختګ رازونه یې راسپړلي وای او په دې پوه شوي وای چې څنګه یو هېواد جوړ کړو چې د نړۍ لوړې وړتیاوې د خپل هېواد او هېوادوالو د پرمختګ لپاره جلب او په ګټوره بڼه يې وکاروو، ښايي د غیبت عامه بندېدنه په اسلام کې همدا معنا ولري، ځکه په غیبت سره انسان د نورو ولسونو په اړه دومره عقده یي کېږي چې پر ښېګڼو او د پرمختګ پر تګلارو او ارزښتونو یې هم سترګې پټوي.

زه کله نا کله یو کتاب په ډېره مینه را واخلم چې د اسلام د اقتصاد، سیاست، روزنې او نورو ډګرونو په اړه لیکل شوي دي، دننه وګورم چې په همغه ډګر کې یې د کمیونیزم او امپریالیزم سیستمونه نقد کړي وي، خو د اسلام په اړه پکې هېڅ نه وي، موږ خپل خلک همدومره د نورو ایزمونو نیمګړنو ته ځیر کړو څومره چې په اوړو کې مالګه اچوو، زه داسې دوستان مې هم پېژنم چې پوهه یې وویشې، نوي سلنه د کمیونیزم او امپریالیزم پر نیمګړتیاوو پوهیږي او لس سلنه پر اسلام، موږ باید خپل ولس په اسلام کې، اسلامي پیغامونو تطبیق ته ځیر کړو.

ځکه د اسلام د موخو له تطبیقي روښانولو پرته د نورو ایزمونو نقد، همدې ایزمونو ته د خلکو د غیر مستقیم جذب پروسه ده په ځانګړي توګه ځوانان.

موږ ژمن یو چې د ژوندانه په پرمختیايي ډګرونو کې د نړېوالو ایزمونو لاسته راوړنې ترلاسه او خپل ولسونه داقتصاد، زراعت، مالدارۍ، صنعت او تکنالوژۍ په ګڼو ډګرونو کې پر ځان بسیا کړو. جاپان او نورو بې ضرره هېوادونو ته خپل لوړاستعدا ده ځوانان واستوو او له پرمختیایي تجاربو څخه يې په پراخه کچه ګټه واخلو.

او په دې باید پوه شو چې د اسلام له زده کړې پرته، د اسلام د مخالفینو د نیمګړتیاوو پېژندنه، فردي، کورنیز، ټولنیز، ملي او بین المللي غیبت هېڅ درد نه درملوي.

د میړنیو قیادتونو کار، د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د خپلو ولسونو پرځان بسیا کول دي، نه کرک زېږه او نفرت پاروونکی نقد، ړندې نیوکې ولسونه د نورو ولسونو له زدکړه ایزو تجربو او روزنیزو لاسته راوړنو بې برخې کوي. مثلا موږ د لوېدیځ جنسي بېلاریتوب نقدوو، ایا زموږ د جنسي غرائزو خړوبول اسلامي دي؟ موږ د غرب اقتصادي سیستم ننګوو ایا زموږ اقتصاد اسلامي دی؟ موږ کمونستي استبداد غندو ایا زموږ سیاسي جریان اسلامي دی؟ موږ د نورو پر ښوونیزو او روزنیزو سیستمونو نیوکه کوو، ایا زموږ سیستمونه اسلامي دي؟ همداسې د ژوند ټول اړخونه...

موږ باید د اسلام په آیینه کې پر خپل ژوند کره کتنه وکړو، نه د کمیونیزم او امپریالیزم په آینه کې، موږ باید له اسلام سره خپل ژوند پرتله کړو، نه له نورو ایزمونو او نظامونو سره ... ځکه د اسلام سلامتیا بښونکی دین پر آسماني وحې متکي دی.

که مو طبیعي او اجتماعي آیتونه د ژوندانه د واقعیتونو پر بنسټ و نه څېړل، کمیونیزم او امپریالیزم کولای شي نړۍ ته قرآني موخې د خپلو ګټو پر محور تاویل او خپلو اغراضو لپاره یې په نړېوال کچ تحریف کړي او له همدې لارې پېړۍ پېړۍ مسلمان امت یو له بل سره په فرعي موضوعګانو کې ښکېل او د فقر په نغري کې يې وسوځوي، لکه چې ويې کړل او لا یې کوي.



[1]. الحجرات: ۱۲.

[2]. صحيح ابن حبان ج 2 ص 95.


No comments:

Post a Comment