لیکوال:محمدناصر حلیمي
داکتر عبدالوکیل د خدماتو عالی بېلګه
دین او هېواد ته ژمن شخصیتونه باید
لویدیځو هېوادنو ته د لوړو زدکړو لپاره واستوو، چې په طبیعي او څېړنیزو علومو کې
تطبیقي پوهه ترلاسه او د هېواد په ودانولو او بشري پرګنو په هوسا کولو کې خپله
علمي ژمنه ترسره کړي.
داکتر عبدالوکیل د موسی شفیق په
کابینه کې د زراعت وزیر و، په محدودو امکاناتو یو سل پنځوس ډوله مېوې، ګڼ بوټي، پيوندونه
او زخې يې افغانستان ته راوړې، موږ دلته د زراعت داسې وزیران هم ولیدل چې نړېوالو
غلو سره يې د بوجۍ خوله ونیوله د کرنیزو پرمختیاوو خیراتي شتمني يې لوټ کړه، د
مظلومو افغانانو د فقر کچه یې لا پورته کړه او په نورو هېوادونو کې په حرامو پیسو يې
ځان ته د ملیونونو انسانانو د زبېښنې په بیه د هَوَسِي ژوند مخه هواره کړه او خبر
نه دي چې ځان ته یې د دوزخ اور څومره تود او کنده یې څومره ژور او له اوره يې کړه.
په سپینه ږيره امریکې ته د زردالو
د وچولو د تګلارې د زده کړې لپاره په امریکه کې په یو علمي او مسلکي سیمنار کې
ګډون وکړ، له هغه ځایه چې راغی او داکتر فاروق اعظم ته یې وویل: قندهاریانو ته مې
ورمعرفي کړه چې د زردالانو د وچولو او کرلو مسلکي تګلار کې يې وروزم، ځکه د مڼو
تولید تر اړتیا ډېر شو، دا اتل وزیر و، خو ناسته ولاړه یې د یو عادي کلیوال، چلن
یې د یو مهربانه ښوونکي مینه يې د خلکو په پوهاوي کې د یو مهریانه داعي.[1]
ښايي ځینې خلک ووايي چې دا کتاب
قرآني علومو سره په تړاو لیکل شوی دی، د کرپوه ستاینه دلته څه کوي؟ زما په باور
ژمن کرپوهان د قرآن کریم د لسګونو آیتونو او سلګونو نبوي احادیثو عملي ممثلین دي، زه
هغه څوک قرآني شخصیت ګڼم، چې د عمل په ډګر کې په مثمره بڼه د قرآني آیتونو تفسیر
په تمثیل او عملي انځور کې وړاندې کړي.

No comments:
Post a Comment