تبليغي حضراتو غوندې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

تبليغي حضراتو غوندې

تبلیغي حضرات کور په کور، کوڅه په کوڅه فردي او اجتماعي غونډو کې ګرځي او خلک د الله عبادت او د مخلوقاتو هدایت او خدمت ته په رضاکارانه بڼه هڅوي، موږ باید د ژوند په هره برخه کې همداسې شخصیتونه ولرو چې د خپل مسلک له لارې خلکو پسې لاړ شي، هغوی ته لارښوونه وکړي او د نتایجو پربنسټ خلکو ته عملي روزنه ورکړي.

داکتر عبدالوکیل همداسې بزګرانو پسې کروندو ته تله او هغوی یې پوهول، چې خپلې چارې دغسې کامیابې کړئ، موږ باید همداسې خواخوږي، ژمن فعال اقتصاد پوهان ولرو چې له نږدې د عامو خلکو سره اقتصادي اړین معلومات شریک کړي، همداسې حاذق، زړه سواند او هدفمن طبیبان ولرو چې خلکو ته روغتیايي روزنه په رضاکاره بڼه ورکړي، موږ باید همداسې د صنعتپوهنې داسې سرلارې ولرو چې زموږ ولسونه د صنعت په ډګر کې د خلکو وړتیاوې وروزي او زموږ خلک د نړۍ له سیالانو سره سیال کړي، همداسې د ژوندانه په نورو ډګرو کې، باید د داسې شخصیتونو کړنې ولمانځو، چې هغوی د خپل مسلک له لارې سخاوتمندانه او عالمانه زیار ګاللی، بشري پرګنو ته يې خیر رسېدلي او په ټولنه کې د تطبیقي قرآن اتلان دي، موږ په ټولنه کې د قرآن داسې ممثلین هم لرو چې قرآن يې له مخې نه دی لوستی ؛ خو پخپل مسلک او کاري ژوند کې د قرآن عملي ممثل دی.

زموږ د ټولنې ستره نیمګړتیا دا ده چې شخصیتونه لمانځو ؛ خو د شخصیتونو کړنې نه لمانځو، همدا لامل دی چې نا وړه شخصیتونه، قاتلان او لوټماران هم ستایونکي او مداحان لري.

که غواړو وژغورل شو او له دې بد مرغیو ووځو د ژوندانه د هر اړخ متخصص ته د منتج فعالیت مخه هواره او کړنې يې ټولنې او خلکو ته وځلوو. که صنعت، تجارت، اقتصاد او مالي منابع د مفسدینو لاس ته ولوېد، ټولنه فاسده او که د مصلحینو لاس ته ولوېد ټولنه پرځان بسیا او پرمختللې.


No comments:

Post a Comment