۳۳. بې علمه غږېدل


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۳.                بې علمه غږېدل

طبيعي، اجتماعي او فردي قوانين ټول د علم پربنسټ تحليلېږي.

لاندې آیت کې الله تعالی وايي چې دوی له علم او پوهې پرته الله ته زوی منسوبوي:

«وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ الله وَلَدًا (٤) مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِاٰبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا (٥)».[1]

(قرآن هغه خلک ډاروي چې وايي، الله تعالی ځان ته اولاد نیولی، دوی او د دوی پلرونه په دې اړه علم نه لري. ستره خبره ده، چې د دوى له خولې څخه راوځي، هغوى پوره دروغ وایي).

قرآن وايي، چې بشري پرګنۍ باید د کره معلوماتو له مخې کره، پخه، ګټوره او خوندوره خبره وکړي. که یو څوک د يو چا یا يو اېزم په اړه پوره معلومات نه لري باید چپ شي، د هغوى د رقيبانو د پروپاګند او د دوستانو په ناحقه سوګند منفي او مثبت قضاوت و نه کړي.

«قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَاٰبَاؤُكُمْ مَا نَزَّلَ الله بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ». [2]

(هغه وويل: ستاسې د رب غضب درباندې وغورځېده او په چټلیو کې يې اخته شوئ. ايا تاسې له ما سره په هغو نومونو شخړې كوئ چې تاسې او ستاسې پلرونو او نېكونو کړي دي، چې د هغو لپاره الله تعالی كوم علمي دلیل نه دى نازل كړى؟ ښه نو تاسې هم منتظر اوسئ او زه به هم له تاسې سره انتظاركوم).

د مسلمان خبرې د کره معلوماتو په زړه پورې او ګټور انعکاس وي.

«قَالُوا اتَّخَذَ الله وَلَدًا سُبْحَانَهُ هُوَ الْغَنِيُّ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ إِنْ عِنْدَكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ بِهَذَا أَتَقُولُونَ عَلَى الله مَا لَا تَعْلَمُونَ (٦٨) قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى الله الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ (٦٩) مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ».[3]

(كافرانو وويل: چې الله تعالی څوک زوى نیولى دى. سبحان الله! هغه خو هېچا ته اړ نه دى، په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي ټول د هغه ملكيت دى. له تاسې سره د دې وينا لپاره هېڅ دليل نشته، ايا تاسې د الله تعالی په اړه هغه خبرې كوئ چې په علم كې مو نشته؟).

ګورو چې الله تعالی کافرانو ته وايي، ایا هغه څه پر الله تعالی وایاست، چې علم پرې نلرئ.

مسلمان چې د څه په اړه کره معلومات ونلري باید د هېڅ شي او هېچا په اړه هېڅ ونه وايي.



[1]. الکهف: 4-5.

[2] . الاعراف: ٧١.

[3]. یونس: 68-70.


No comments:

Post a Comment