۳۴. بې علمه خبرې او كبرجنې کوپړۍ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۴.                بې علمه خبرې او كبرجنې کوپړۍ

عزتمن ملتونه او هدفمن شخصيتونه خپلې چارې پر علمي سيستمونو او څېړنيزو ارګانونو پر مخ وړي، پاشلي ولسونه او لېوه قيادتونه د حقتلفۍ، زورواکۍ او تېري له لارې چارې پر مخ وړي.

«الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي اٰيَاتِ الله بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ الله وَعِنْدَ الَّذِينَ اٰمَنُوا كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ».[1]

(او دغه خلک د الله تعالی په آيتونو كې بې دلیله او پخپلو کې ناندرۍ وهي، دغه كړنلار د الله تعالی او مؤمنانو په نزد سخته كركجنه ده. په همدې ډول الله تعالی د هر متكبر او جبار پر زړه ټاپه او مهر وهي).

د بېلګې په توګه: د دولتي، شخصي او عامه ملکیتونو د تروړلو او غصب پلمې جوړوي، په تجارتي سیستمونو کې چارواکي پیري او د تجارتي چارو واګي پخپل لاس کې نیسي، په لوړه، منځنۍ او ټیټه کچه نور تاجران د اعتبار او ګټې له پلوه زیانمنوي، په جریان کې چې څومره خبرې د"فاجر تاجر"او"ناموس پلوره"چارواکو ترمنځ د ناوړه توافقاتو تر بریده تبادله کېږي خبیثه وینا او شیطاني تجارتي طرح ګڼل کېږي، دوى پرې نه پوهېږي، چې تجارتي فساد او املاکو چور ټولنه څومره ژور ګړنګ ته غورځوي.



[1]. غافر: ۳۵.


No comments:

Post a Comment