لیکوال:محمدناصر حلیمي
۳۵.
بې عمله علم
په اسلام کې علم په عملي کړنلارو
منتجو چارو ترسراوي ته وايي، هغه علم چې تطبیقي او منتج نه وي، یوه ستونزه پرې تشخیص
یا حل نشي اسلام يې اضافه بار او سرباری ګڼي، په اسلام کې تر علم ستر عبادت او غوره
عمل نشته او تر بې عمله علم ستره ګناه نشته ؛ خو د بد عمله عالم په اړه به څه
ووایو، چې د قضاء پر علم له خلکو بډې آخلي او د اسلامي شریعت اغېز تر پوښتنې لاندې
راولي، خلک د اسلام د رښتیني دين په اړه شکمنوي، هغه عالم چې خبرې د الله او د رسول
کوي او ستاينه د غل او د غاصب کوي، هغه استاد چې خلکو ته پر ژبه اخلاقي ارزښتونه
بیانوي او خپله پر اخلاقي ارزښتونو ملنډې وهې، هغه طبیب چې د درملنې دنده لري د
خپل فیس او درملتون کې د ګټې په پار رنځور پر نورو رنځونو اخته کوي، هغه ژورنالست
چې د حقایقو د انعکاس پر ځای جعلي او معکوسې ارزونې او شننې کوي، په لنډه توګه
باید ووایو چې هر متخصص چې خپل تخصص سره تعهد نلري د دوی حساب له الله تعالی سره
تر سترو سترو ګناهګارانو ستر ګنهګار دی.
لاندې حدیث کې رسول
الله صلی الله علیه وسلم بې عمله عالم شمع ګڼي چې خلک ترې رڼايي اخلي او خپله سوځېږي
او د علم لپاره په نبوي منهج کې باید داسې کړنلار رامنځته شي چې متعلم او عالم
زیانمن نشي. متعلم او عالم چې همداسې د خلکو پرمختیا ته ژمن دی خپلې روغتیا او
پرمختیا هم له پامه ونه غورځوي، ځان د دومره ذهني فشار او کاري بار لاندې رانه ولي
چې جسم، روح یا عقل یې زیانمن شي.
«عن جندب قال رسول
الله صلى الله عليه وسلم: مثل العالم الذي يعلم الناس الخير وينسى نفسه كمثل
السراج يضيء للناس ويحرق نفسه». [1]
( له جندب رضي الله
عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هغه عالم چې خلکو ته خیر
او ښېګڼې ښايي او ځان ورنه هېر وي، هغه ډېوې ته ورته دی چې خلکو ته رڼا ورکوي او
ځان سوځوي).
[1]. الطبراني سلېمان بن
أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي ، أبو القاسم، معجم الطبراني الكبير ، ج 2 ص 126.

No comments:
Post a Comment