لیکوال:محمدناصر حلیمي
۳۶.
خوږې خبرې او ترخې
چارې
د بشريت د نېکمرغیو مخې ته لوی خنډ او ستر ګواښ
هغه خلک دي چې په بدیو بوخت او د نېکيو خبرې کوي او قرآن کریم د هغه چا ښه خبره ستايي چې تر شا یې د بل چا د تېر ايستنې پلمه، د ګواښنې هڅه، د رټنې او ظلم اراده نه وي. الله تعالى وايي: «وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ
الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ الله عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (٢٠٤)
وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا
وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ».[1]
(داسې خلک شته چې د دنیا د ژوند په اړه يې خبرې تا حیرانوي
او د خپلو خبرو د پخلي لپاره الله تعالی ګواه کوي، سرتمبه او جګړه مار دي او کله چې له دې خبرو نه لږ هاخوا شي،
په زمکه کې د فساد، د فصل او نسلونو د تباهۍ لپاره کار کوي اوالله تعالی هېڅ فساد
نه خوښوي).

No comments:
Post a Comment