لیکوال:محمدناصر حلیمي
پر زمکه د فساد ډولونه
که د فساد
پر ضد د مبارزینو لیکنې ولولئ او د فساد او مفسدینو ډولونه پکې وڅېړئ، دې نتیجې ته
رسېږئ چې قرآن کریم د دې ټولو لیکنو غورچاڼ دی. قرآن کریم د فساد او مفسدینو
مواصفات، تګلارې، کړنلارې، موخې او پایلې ټولې په ګوته کړي دي.
زموږ په
ټولنه کې د حق او حقایقو مخالفین ډېر نه دي ؛ خو د واک پر ګدۍ حق پلوروونکي ناست
دي. پوهنتونونه او علمي مرکزونه باید د بشریت د نجات په موخه د اصلاح او مصلحینو د فساد او مفسدینو د ټولو ډولونو په اړه پرتلییزه ساحوي څېړنې وکړي.
دلته د فساد یو
څو ډولونه له لنډ تعریف سره وړاندې کوو، چې د اصلاح تعریف درانه لوستونکي ترې وباسي:
١. اعتقادي فساد: عقيده د عُقدو، کينو، رخو، حق تروړنو او ټولنيزو بدبينیو
لامل وي.
٢. عبادتي فساد: عبادت د رياء، تظاهر او ځان ښودنې لپاره وي او عبادت یې پر
ټولنيزو خیانتونو، اخلاقي ککړتیاوو او مالي جرمونو د زرینو پردو د غوړولو او پټولو
لپاره وي.
٣. اخلاقي فساد: دروغ، خيانت، جفا، ظلم، جهل، واکمن کړاى شي.
٤. جنسي فساد: بربنډ فلمونه، د فحاشۍ سندرې او هوس پالنه عامه شي، ودونه
په پېغمبري بڼه ونشي . د واده مخې ته رواجونه او دودونه زیات شي. د تعدد مخه نيول
او په تعدد کې بې عدالتي
او ظلم رامنځته شي.
٥. اقتصادي فساد: په عوایدو، لګښتونو او پانګه کې رشوت، اختلاس، سود او
غدر.. حاکم شي.
٦. سياسي فساد: دحکومت چارې د ولس ګټې ناژمنو پرګنو او نااهلو ته وسپارل شي،
چې د خېټې او هوس مريان په ولسونو واکمنان شي.
٧. اداري فساد: بې کفايته، مغرضو، ناروغه او نا پاکو خلکو ته د چارو واګې
په لاس کې ورکړ شي.
٨. علمي فساد: پوهان د ناپوهانو د لاس آله او د هغوى د زر، زور او تزوير
مریان شي، چې له مدرسې او
پوهنتونه فارغ شي او د خپل ژوند د اساسي اړتیاوو د رژولو وړ نشي.
٩. صحي فساد: طبابت د صحت بښلو پر ځاى د درمل پلورنې او پېسو ټولونې
سرچينه شي.
١٠. اجتماعي فساد: قومي،
ژبني، نژادي او سیمه یيزو تعصباتو ته لمن ووهل شي او بيا په تېره د چارواکو له لورې.
۱۱. کرنیز فساد: چې زمکه خاره، شاړه، میره، ګاګره او کراړه وي، څپاند
سیندونه، خوندور کاریزونه، رڼې چینې او مست ابشارونه بې نظمه او بې ګټې وي د ملت
بچي سوالګر، لایه ګر او په فقر کې ښکېل وي.
۱۲. د کانونو فساد: چې کانونه بې نظمه او
د څو لوټمارو په ګټه راوسپړل شي، یا خام مواد یې پر نورو ولسونو خرڅ او ولس ته په
صنعتي چارو کې روزنه ورنکړل شي.
۱۳. روزنیز فساد: چې روزنیز جریان د
ماشومانوپه وهلو، رټلو او ځپلو وي، د متعلم او محصل په پرېشانه کولو وي، د عالم، معلم
او څیړونکي په فقیر کولو او نېسمتنولو وي.
۱۴. پانګیز فساد: چې پر پانګوالو د
پانګوونې شرائط دومره ډېر او دروند شي چې پانګوال له پانګوونې وتښي یا پانګوال
دومره خپلسري شي چې په ټولنه کې د فرېب، انحصار او غصب پلمې جوړوي او ټولنه په
اقتصادي ناورین کې ښکېلوي.

No comments:
Post a Comment