د اسلامي ثقافت دنده او ارزښت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د اسلامي ثقافت دنده او ارزښت

د اسلامي ثقافت منځپانګه بايد اصلاح پالونکی، مصلح جوړونکی، فساد ځپونکی فاسدرغوونکی او مفسد سموونکی وي، زموږ په نصاب کې ستره تشه همدغه ده، چې د تطبیق له لارې يې پورته موخې نه پالل کېږي، باید دغه تشه اسلامي ثقافت ډکه کړې وای ؛ خو متأسفانه چې د اسلامي ثقافت په لکچر نوټونو کې له ټولنیزو ستونزو، اخلاقي کمیو او روزنیزو نیمګړتیاوو سره په تړاو دومره څه نه لیدل کېږي، چې د اروايي او اخلاقي درملنې لپاره یو څوک دومره چمتو کړي چې خپله درملنه پخپله او خپل ځان ته پخپله وده ورکړي، د ټولنې او نورو خلکو درملنه پالنه او وده؛ خو ډېره لویه او درنه خبره ده، [1] ځکه زموږ اخلاقي نیمګړتیاوې او اجتماعي ستونزې له شمېره وتي دي او په سترو علمي ارګانونو کې دا ګوتشمېرې لارښوونې چې ملا يې ډیره نرۍ، ادبي سبک یې تت، موخیزه برنامه يې پېچلې ښوونيزه او روزنيزه بڼه ګنګه ده، دومره نه ده چې زموږ د ټولنې کاږه او درانه بارونه د کږو واکمنانو او د دیني شخړیزې فضا او ناسالم ټولنیز جوړښت په موجودیت کې پورته کړای شي ځای ته يې رسول خو لاډيره هسکه علمي پانګه روزنيزه متره غواړي .

د بشري کړکېچونو د حل لپاره اسلامي ثقافت په تعلیمي او تحصیلي مؤسسو کې د زده کوونکیو د شخصیت د بشپړولو او علمي اړخ ته د ودې او بشري متوازنو پرمختګونو لپاره ستره اړتیا ده ؛ خو چې د اسلامي ثقافت اعتقادي، عبادي، اخلاقي، اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، ... ستونزو د حل لپاره په تحليلي او تعليلي بڼه د ساحوي څېړنو له لارې په خوندورو ادبي سبکونو سره ستونزې تشخیص او درمل تجویز کړای شي او په حکیمانه وړانديز سره سیستم ورته عملاً ترتیب او په ټولنيزه بڼه تنظیم شي.

اسلامي ثقافت باید معلوماتي نه وي، روزنیز وي، ټولې جملې يې باید تشخیصي، درملنه او تجویز وي.

اسلامي ثقافت باید د عمومي تشخیص تر څنګ تفریقي تشخیص [2] هم ولري.

اسلامي ثقافت د رڼو موخو پر بنسټ ولیکل شي، مثلا: محمدﷺد مور نوم څه؟ د پلار نوم یې څه؟ په کوم کال کې زېږېدلی؟ په کوم کال وحې پرې نازله شوه؟ د قرآن کریم آیتونه څو دي؟ او دې ته ورته پوښتنې په اسلامي ثقافت کې د شاګرد له تحصیلي او تعلیمي مکلفیتونو سره تړاو نه لري، چې شاګرد پکې ناکام یا کامیاب شي واسطو او رابطو ته پکې اړتیا پیدا شي.!!؟.

یوه بېلګه: شاګرد باید د محمدﷺد مور، پلار، نېکه په اړه لاندې جملې چې لوړو موخو او ستونزو ته د حل پیغام پکې نغښتی وي، زده کړي او په ازموینه کې ترې روزنیز اصول په تطبیقي او منتجه بڼه وغوښتل شي، د بېلګې په توګه: «محمدﷺ د هغه عبدالله زوی و چې عالي اخلاق او جمال یې د مکې خلکو ته یوه بېلګه وه، د ژوند لپاره د حلال رزق په ګټلو پسې وتی و او د محمد تر زېږېدو له مخه په لار کې وفات شو.

د هغه عبدالمطلب لمسی و چې مېلمه پالنه، د حاجیانو خدمت، مېړانه او تدبیر يې د خلکو لپاره ګټور او د ټولګټو چارو محور و.

مور يې بي بي آمنه رضي الله عنها د انسانیت هغه امینه او مطمینه مور چې د امن سرچينه، پخپله سپېڅلې غېږه کې د ټول انسانیت لپاره د ستر امین انسانپالونکی په مينه او مهربانۍ وپاله، د کونډتون مایوسۍ او بې وسۍ ونه ژړوله، ځکه د مور ویر او ژړا ماشوم ته د مور په نس کې انتقالېږي ؛ خو دغې مهربانې او زړه سواندې مور له خپل خاوند سره د وفا ترڅنګ خپل ماشوم پخپل نس کې خوښ او له غمجنو پېښو بې خبره وساته ؛ ځکه د امیندوارې ښځې خپګان، ویر او ژړا د ماشوم پر شخصیت ډېرې بدې اغېزې لري». [3]

همداسې باید د پېغمبرانو او نورو دیني لارښوونو لپاره له ژوند سره په تړاو پوهه، مهارت او وجداني لاس ته راوړنې ولري.

که څه هم اسلامي ثقافت د تدریس لپاره دې ته اړتیا ده، چې هر كال د اسلامي ثقافت د نومیالیو او لوراندو استادانو له لوري درې میاشتني کادري څېړنیز سیمنارونه ورکړل شي او د ورځې (۶) ساعته له انساني ستونزو سره په تړاو پرې علمي، ادبي او څېړنېز کار وشي.

موږ د دغه بې بدیله نسخې د کره، علمي، عملي او ثمر بښونکي استعمال له لارې بشريت ته له کړکېچه - د وتلو عملي لار- را ایستلای شو او دين چې معنا يې ژوندی تعامل، خیرخواهي او اساني ده، د شعار په دایره کې بندي پاتې نشي او محصلین داسې ونه انګیري چې اسلامي ثقافت هغه مضمون دی، چې د (A 4) په سپینه پاڼه کې ناکامي او کامیابي لري، په استاد کې ویاړ او په شاګرد کې د حقارت روحیه پالي!!!.

اسلامي ثقافت بايد داسې تدريس شي، چې په محصل کې ټول اخلاقي ارزښتونه وروزي، د ژوند تر پايه د اسلامي ثقافت لارښوونې د ژوند په ټولو ډګرونو کې د لارې مشال وګڼي، په لنډه توګه اسلامي ثقافت بايد دومره خوږ، خوندور او علمي شي، چې هر محصل د اسلامي ثقافت متخصص شي.

شاګرد باید د اسلامي ثقافت له لارې دا ومني چې د ژوند په دغو اړخونو کې دغو بدلونونو ته، په دغو حکیمانه بڼو، عاقلانه تشکیل او لورانده تطبیق ته اړتیا ده، زما نقش پکې دا دی. اسلامي ثقافت محصل پخپل اړوند تخصص کې په مشخصو چارو کې داسې ګټور کړي، چې د عبادت له لارې خدمت ته او خدمت له لارې عبادت ته چمتو شي.

د اسلامي ثقافت له لارې باید شاګردان خپل فردي او اجتماعي مکلفیتونه وپېژني او د کره ترسرولو لپاره په کره بڼه وروزل شي، هغوی چې د عادلانه او عالمانه ټولنې په جوړښت کې د اسلامي ثقافت له خیر او اغېزه خبر دي، که ورته وویل شي، چې د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې اسلامي ثقافت تدریسېږي ؛ خو دا هېواد درې میلیونه پوډریان، دوه میلیونه بې پالنې یتیمان، یو میلیون بې څوکه کونډې، پرېوتی اقتصادي او اداري نظام، بې ثمره تعلیمي او تحصیلي جریان، غیر عادلانه قضايي او امنیتي ارګان او په استحبابي ناندریزو دیني موضوع ګانو کې په جګړه ښکېل عالمان لري، نه یې مني، هغه وايي چې پورته ناخوالې په هغو هېوادونو کې وي چې اسلامي ثقافت پکې نشته!!!، په عالي تحصیلاتو کې باید د اسلامي ثقافت لپاره یو عمومي ریاست جوړ شي، دا ریاست باید د بشري ستونزو په رژولو، د بحران د مهارولو، د فردي او ټولنیزو تشو د ډکون لپاره کار وکړي.

د عقیدې، عبادت، سیاست، اقتصاد، صنعت، تعلیم، روغتیا، کورنی نظام، روزنې او نورو.. لپاره بايد متوازنه پالیسي او مشخصه ستراتیژی وټاکي.

د ديني حقايقو، مذهبي مفاهيمو، حقونو، ژمنو او مسوليتونو لپاره داسې عام فهمه اسلوب جوړ کړي، چې شته تشې ډکې کړي، زموږ اولس د ژمنو ترسراوي او حقونو ادا ته د عمل او نتيجې په ډګر کې چمتو کړي.

اسلامي ثقافت د ټولو مضامینو لپاره د پرمختیا ګټور او پرمخ وړونکی محور وګرځي، اسلامي ثقافت باید داسې وي لکه د انسان په کالبوت کې روح او عقل، اسلامي ثقافت د دین له لارې هېواد او د هېواد د استحکام له لارې دین منلی او د ژوند مادي او معنوي اړخونه پیاوړي او غښتلي کړي، د اسلامي ثقافت له تدریس وروسته لږ تر لږه محصل د قرآن کریم د ترجمې زده کړې او همېشني تطبیقي تلاوت ته چمتو شي، چې دا د اسلامي ثقافت د استاد د دعوتي اصولو او د تدریسي بڼې له پیاوړتیا او کمزورتیا سره تړاو لري، د تدین او تمدن د پخلاینې او همغږۍ لپاره شرعي اصول او عملي کړنلارې وټاکي.

د نورو نړېوالو پوهنتونو په ملتیا او همکارۍ تطبیقي نصابونه له وړکتونه تر پوهنتونه رامنځته او د بشري نېکمرغۍ لپاره له نړېوالو حقپالو څېړونکو او حقیقت پالو ارګانونو سره ځان مل کړي او بشري پرګنه له کړکېچه وباسي او د اسلام ستر سمندر د خپلو الفاظو او فهم په کوزه کې بند نه کړي.

د اسلامي ثقافت مضمون باید شاګرد ته د ژوند لارښود، د اړوند تخصص هڅاند، د ژوند په عملي چارو کې خلکو ته د عالي خدمتونو د کره او پوره ترسرولو لپاره د هدف او لوری ټاکونکی او پرمخ وړونکی وي.

د اسلامي ثقافت استاد باید د ژوند په ټولو ډګرونو کې له محصل سره یو مشفق ملګری، هوښیار لارښود، پلان ورکوونکی مشاور او لوراند معنوي پلار وي، رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم خپلو شاګردانو ته ویل: «إِنَّمَا أَنَا لَكُمْ بِمَنْزِلَةِ الْوَالِدِ أُعَلِّمُكُمْ».[4] (زه تاسو ته د پلار غوندې یم).

زه د مختلفو علمي څانګو ګوتشمېر فارغان پېژنم چې په عایداتي ارګانونو کې کارونه کوي ؛ خو له وړتیا سره سره ځان له خیانت، رشوت او اختلاسه ساتي، لامل يې ګورم چې د اسلامي ثقافت له یو استاد سره ملګرتیا پالي اما ډېر فارغان داسې دي چې د هغو په اړه قلم خورول راته عیب ښکاري.

اسلامی ثقافت باید دومره خوندور، اسانه، سهل الهضم او تطبیقي شي، چې هره جمله یې د محصلینو په ذهنونو کې د متلونو غوندې نقش او د وینايیزو ښکلاوو غونچه او مرغلره وي.

زه د اسلامي ثقافت کتاب هله د ستاینې وړ بولم، چې تر ادبي خوندور ناول ډېر خوندور وي، د زړه راښکونکې میداني څېړنې په توګه په درمليزه بڼه په عامیانه ژبه عالمانه لیکل شوی وي. محصل چې کور ته ځي د کور غړو ته يې غوره سوغات د اسلامي ثقافت د ژوند بښاندو پېغامونو ګلورینې وږمې وي. د اسلامي ثقافت منځپانګه باید دومره غنا او ښکلا ولري چې محصل پرې خپله ادبي تنده خړوبه، علمي نیمګړنې هوارې، دینې لارښوونې زده او روزنیزې زده کړې د کمال پړاو ته ورسوي. د بشري منابعو د ودې له لارې د طبیعي منابعو، تسخیر او متوازنې استفادې لپاره بايد وليکل شي. د محصلینو د هر اړخیزې ارتقاء او سپېڅلتیا په موخه په ساده، روانه او خوندوره ژبه علمي حقایق او واقعي مفاهیم وړاندې کړي.

په اسلامي ثقافت کې باید پېچلې کلمې، مبهمې جملې، ګڼ معنیز تعبیرونه، احساس پاروونکي او عقل خوبوونکي پيغامونه، تشې ادعاوې، غیر علمي قضاوتونه او غیر علمي تعمیمونه نه وي.

اسلامي ثقافت باید د عقلي، عاطفي او جسمي ودې، ټولنیز انسجام او پرمختیا لپاره متوازن روزونکی لارښود وي. لنډه دا چې اسلامي ثقافت لوستونکی باید په اړوندو چارو د پوهې، کار او زیار بېلګه وي. د کار د کره والي او د ښو ویناوو د خوندورتوب او ګټورتوب هسکه بېلګه وي.

د اسلامي ثقافت په لوستلو محصل زړور حقپال، ژمن، کاریګر او په اړوند تخصص کې متوازن اتل وي.

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم خپل شاګردان اصحاب یا ملګري ونومول، د هر یوه د وړتیا کمیت او کیفیت په پام نیوي یې ورته عملي، خوږې او مینه ناکې لارښوونې او پېرزوينې وکړې، چې په نتیجه کې هر صحابي د خپلو چارو په کره او پوره ترسرکولو کې ځلېدلی لمر او حیرانوونکی اتل دی.



[1]. تحصیلي او تعلیمي نصابونه په ټوله نړۍ کې ستونزې لري؛ خو زموږ هېواد کې یې د بحران تر کچې دي ، د دولسم ټولګي زده کوونکي لیک او لوست نشي کولای او د پوهنتون فارغ اړوند تخصص له لارې ځان او ټولنې ته خیر نشي رسولای ، دلته اسلامي ثقافت سره مو موضوع تړلې ده ځکه ورباندې بحث کوو او نور مسلکي مضامین د محتوی ، فحوی ، ادبي جوړښت او تطبیق له پلوه بې شمېره تشې لري.

[2]. د بېلګې په توګه: یو هېواد عین و خت کې د فقر ، نا امنۍ ، داخلي استبداد ، د استعدادونو فرار او بهرني ښکیلاک له لاسه کړيږي ، هر رنځ څه ډول تشخیص او له بل نه څه ډل تفکیک او درمل ورته څه ډول تجویز شي ، لومړیتوب کوم رنځ ته ورکړل شي ، یا یو ځوان دی په یو وخت کې د جنسي فقر ، ناپوهۍ او نیستۍ په رنځ رنځور دی ، د کوم رنځ لپاره پخپل وخت کې څه وشي.

[3]. حلیمي ، محمد ناصر ، د محمد صلى الله عليه وسلم ژوند ص ۲۶ ، ۲۷.

[4]. أبوداود عبد الله بن سلېمان بن الأشعث الأزدي السجستاني سنن أبى داود ج ۱ ، ص ۱۲. كِتَاب الطَّهَارَةِ ، بَابُ كَرَاهِيَةِ اسْتِقْبَالِ الْقِبْلَةِ عِنْدَ قَضَاءِ الْحَاجَةِ.


No comments:

Post a Comment