اسلامي ثقافت( تزکيه، شريعت، عمل او تخصص)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

اسلامي ثقافت( تزکيه، شريعت، عمل او تخصص)

په هر پوهنځي کې چې استاد د اسلامي ثقافت مضمون تدريسوي باید د همغه پوهنځي د مضامينو په اړه لږ تر لږه دوه کلنه تحصيلي دوره بشپړه کړي ځکه ديني موضوعات باید محصلينو ته تزکيوي، شرعي، عملي او تخصصي تحليل شي او له دې څلورو عناصرو څخه چې يو هم کم وي، تدريس هومره نېمګړی وي، که تدريس په څومره اخلاص سره هم وشي.

 د اسلامي تعليماتو او شرعياتو تعلیمي نصاب تدریسي کادر، د اسلامي ثقافت د تدریس څلورمه برخه حق ادا کولاى شي، که ماستر او دکتور هم وي، تر هغه چې عاطفي روزنه او تحصيلي تخصصي دوره بشپړه نه کړي.

د طب پوهنځي د اسلامي ثقافت استاد بايد په طب او صحت کې د طب د متخصصینو په لارښوونه د يوه ځانګړي نصاب تحليلي او څېړنيزه لوستنه ولري، بیا دې د طب په پوهنځي کې د اسلامي ثقافت درس ورکړي د دې ترڅنک د ناروغانو په درد دردمنه عاطفه ولري.

زموږد ټولنې د ظلم هغه برخې چې له طبابته سرچينه اخلي او د خلکو ژوند، مال او حیثیت ګواښي په نښه او خپل علمي، مسلکي، شرعي او عاطفي شننه ورباندې وکړي. د اقتصاد پوهنځي د اسلامي ثقافت استاد بايد په عوایدو او لګښت کې د اقتصاد د متخصصینو ترمخامخ پالنې لاندې د يوه ځانګړی اقتصادي نصاب او څېړنيزه شننه او لوستنه ولري بیا دې په اقتصاد پوهنځي کې د اسلامي ثقافت درس ورکړي ؛ ځکه دلته علمي ژبو ته اړتیا ده، یوه د شرعیاتو او بله د اقتصادي ترمېنالوژۍ ژبه، د دې ترڅنګه د بېوزلو او شتمنو په درد دردمنه عاطفه ولري او پر ظلم او نارواو د ټولنې ولاړې برخې چې له اقتصادي علومو سرچينه اخلي او د خلکو ژوند، مال او حیثیت
ګواښي په نښه کړي او خپله علمي، مسلکي، شرعي او عاطفي شننه دې

ورباندې وکړي.

د حقوقو، انجينرۍ، ښوونې روزنې، د کرنې او مالدرۍ او نورو علمي څانګو کې بايد همداسې شي.


No comments:

Post a Comment