د اسلامي ثقافت ارزونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د اسلامي ثقافت ارزونه

د اسلامي ثقافت ارزونه باید له نورو مسلکي مضمونونو سره توپير ولري او په لاندې آیتونو و اروزل شي، چې څلور واړه سمسترونو تیریدو وروسته باید محصلین عملا و اروزول شي، چې څومره نتیجه یې ورکړې ده، دغه مؤمنانو صفتونه څومره؟ څرنګه او په څو سلنه محصلینو کې ځای موندلی دی، که عملي نتیجه کمزورې، لاملونه یې څه؟ کوم؟ او چا پورې تړلې دي؟ د نصاب، تدریسي چاپېریال، استاد او ښوونیزه اداره کومې تشې او نیمګړنې لري؟ دې لپاره باید د ارزوونې یوه زړوره، دردمنه او ژمنه کمېټه وټاکل شي، کمی او نیمګړتیاوې باید پټې نشي، په نښه او سمون لپاره یې وړاندیزونه وشي، کال تر بل باید اسلامي ثقافت د کمال په لور تطبیقي او رغنده ګامونه واخلي.

استادانو ته د څېړنې په نتیجه کې روزنیز سیمنارونه او ورکشاپونه جوړ شي.

د نصاب په منځپانګه کې دې د ښونيزو او روزنيزو موخو پر محور علمي زیاتونې او توږنې وشي، ادبي ښکلا، تعبیري خوند او د سبک ځلا یې زیاته شي. درسي دود او میتود کې دې د پام وړ بدلونونه راشي.

امام قرطبې رحمه الله لیکلي: «لاندې آیتونه د ټول اسلامي شریعت لنډیز دی»:

«لس يې په سورة براءة کې دي: «التَّائِبُونَ الْعابِدُونَ (1) “.تر پایه..

لس يې په سورت أحزاب کې: «إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِماتِ(2) ».تر پایه..

او لس یې په المؤمنون سورت کې: « قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ(3) ».« تر «عَلى صَلَواتِهِمْ يُحافِظُونَ».

او په«سَأَلَ سائِلٌ 4»."کېإِلَّا الْمُصَلِّينَ» څخه تر « وَالَّذِينَ هُمْ عَلى صَلاتِهِمْ يُحافِظُونَ».

1.   «التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ الله وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ 112».[1]

(له ګناهونو توبه ویستونکي، د الله تعالی عبادت کوونکي، الله تعالی ستایونکي، د بشري خدماتو رضا کاران، رکوع کوونکي، سجده کوونکي، په نېکۍ امر کوونکي، له بدۍ منع كوونكي، د الله تعالی د حدودو ساتونكي او اى پېغمبره! دغو مؤمنانو ته زېرى ورکړه).

2.   «إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ الله كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ الله لَهُم مَّغْفِرَۍ وَأَجْرًا عَظِيمًا 35 ».[2]

(بېشكه مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنانان او مؤمنانې، منونكي او منونکې، ريښتيني او ريښتونې، صبر كوونكي او صبر كوونکې، د الله تعالی د حکم منونکي او منونکې، صدقه وركوونكي او صدقه وركوونکې، روژتيان او روژه تيانې، د خپلو شرمځايونو ساتونكي او ساتونکې دالله ډېرډېر يادوونكي او يادوونکې، دا (لس واړه ډوله) هغه كسان دي چې الله تعالی د هغو لپاره بښنه او لوی اجر چمتو کړی دى).

3.     «قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ 2 وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ 3 وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ 4 وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ 6 فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ 7 وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ 8 وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ 9 أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ 10 الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 11».

(په باوري ډول هغو مؤمنانو برى موندلى دى چې: پخپل لمانځه کې له الله تعالی په ډار لمونځ کوي، له خوشې چارو ځان ژغوري، د زكات په ورکړه عمل کوي، د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي، له خپلو مېرمنو او هغو ښځو چې ښي لاس يې واکمن وي شرم ځايونو په نه ساتنه کې څه پړه نشته، البته كه څوك له هغې پرته نورڅه وغواړي، زياتی كوونكي دي، دخپلو امانتونو او د خپلو ژمنو او تړونونو پاملرنه کوي، دخپلو لمونځونو ساتنه كوي، همدغه كسان هغه وارثان دي، چې په ميراث کې به فردوس ومومي او تل به پکې هستوګن وي).

4.    «إِنَّ الإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا 19 إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا 20 وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا 21 إِلاَّ الْمُصَلِّينَ 22 الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ دَائِمُونَ 23 وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ 24 لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ 25 وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ 26 وَالَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ 27 إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ 28 وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 29 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ 30 فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ 31 وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ 32 وَالَّذِينَ هُم بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ 33 وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ 34 أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ 35».[3]

(انسان كم حوصله پيدا کړی شوى دى. چې كړاو پرې راشي ؛ نو وارخطا کېږى، فرياد كوي او كله چى سوكالي ورپه برخه کېږي ؛ نو په بخيلۍ لاس پورې كوي، خو هغه كسان (له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي) چې لمونځ كوونكي دي. تل پر لمانځه ټينګ وي، چې د هغو په مالونو کې د سائل او محروم لپاره يو ټاكلی حق دی، هغه كسان چې د جزا ورځ حقه مني. هغه كسان چې د خپل رب له عذابه وېرېږي، ځكه چې د هغو د رب عذاب داسې څه نه دی، چې څوک ترې بېغمه وي، هغه كسان چې د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي، بې له خپلو مېرمنو يا له خپلو مملوكه ښځو چې په نه ساتنه يې څه پړه ورباندې نشته، البته څوک چې پر دې سربېره نورڅه وغواړي، هماغومره له حده تېري كوونكي دي، هغه كسان چې د خپلو امانتونو او د خپلې ژمنې ساتنه کوي، هغه كسان چې پخپلو شاهدېو کې پر ريښتينولۍ ټينګ درېږي او هغه كسان چې د خپل لمانځه ساتنه كوي، دغه كسان به په عزت سره د جنت په باغونو کې اوسېږي).

 

حل لار

1.   د قرآن کريم، نبوي احادیثو، معتبرو پخوانیو او اوسنیو علمي منل شویو اثارو په رڼا کې د اخلاقي نیمګړتیاوو د تشخیص او درملنې لپاره دې د شرعیاتو په پوهنځي کې د تربیت، تزکيه، تصوف یا رقایقو په نامه یو بل پوهنځی
جوړ شي.

2.   د مدارسو په نصاب کې احیاء علوم الدین د غزالي، منهاج القاسدین د مقدسي او ابن الجوزي، اذکار د امام نووي او تبليغي جماعت سره د وتو مخه ورته په داسې بڼه برابره شي چې علمي پرمختیاوو مخې ته یې خنډ نشي.

3.   د مسجدونو امامانو او خطیبانو ته دې د همدې کتابونو په اړه یو کلنه جبري دوره جوړه شي، هر کال دې شفافه ازموینه واخستل شي، د خطیبانو او امامانو علمي ترفېعات دې د همدغو کتابونو ژباړل، تحلیلول او پرتطبیقي برخې عملي کار کول وي، که زموږ پوهان په دې کتابونو بوخت شي، د ارواپوهنې، ښوونې او روزنې ډګر کې ښايي انساني نړۍ ته بې ساري ارزښتناکې علمي مرغلرې ورکړي، د امامانو خبرو ته، متخصصين، محققين او استادان کښېني، حيرانوونکې ده چې ديني علماء علمي رتبې او علمي معيارونه نه لري، زما وړاندیز دا دی، چې محراب او منبر ته د ختو یو شرط دې، د دې کتابونو لوستل او زده کول شي.

په دې اړه د محمدالشیباني، الخرائطي، ابن السني، الغزالي، ابن الجوزي، منذري، النووي، الذهبي، ابن قیم الجوزية ابن المبارک، امام احمد بن حنبل، امام بخاري، امام نسايي، ملا علي قاری هروي، وکیع بن الجراح، ابن ابی الدنیا، امام نسايي، . ابن رشد، ابن الطفیل، ابن باجه الاندلسي، ابن سینا، ابن مسکویه، ابوالنصرالفاریابي، الحکیم الترمذي، ابوبکرالرازي، یعقوب بن اسحاق الکندي، د مجدد الف ثاني مکتوبات او اصلاحي تګلارې، د شاه ولی الله دهلوي، مثنوي معنوي د جلال الدین رومي، بوستان، ګلستان او پنج ګنج د سعدي د خوشحال خان کلیات، د بیدل او خیام اشعار، د احمد شوقي اشعار او داسې نورو علماوو رحمهم الله تعالی کتابونو لوستل اړین دي.

معاصرو علماوو هم په دې لړ کې ډېرې په زړه پورې لیکنې کړې دي چې د څوتنو نومونه دیادونې وړ دي: د سید ابی الحسن علی الحسنى الندوي کتابونه، د حکیم الامت محمد اشرف علي تهانوي کتابونه، د اقبال لاهوري کتابونه، د محمدالغزالي المصري، خلق المسلم، ركايزالايمان، الله هذا دیننا، جدد حیاتک..، محمد عبدالله دراز دستور الاخلاق في القرآن الكريم..، محمد احمد راشد، الرقایق، المسار، المنطلق، .. عبدالرحمن حبنکة المیداني الاخلاق.. منهج التربیة الاسلامية، کیف نکتب التاریخ الاسلامي، دراسات فی النفس الانسانیة د محمد قطب، د استاد سید قطب اثار، عبدالله ناصح علوان، د استاد محمد عماره، وهبة الزحیلي، محمد علی الصابوني، محمد راتب النابلسي، عبدالرزاق احمدالسنهوري کتابونه، دکتور محمدیوسف القرضاوي، د مالک بن نبي، دکتور سعیدرمضان البوطي، دکتورعلي محمد الصلابي، استادسیدسابق، محمدمتولي الشعراوي، عبدالحمید بن بادیس، عبدالحلیم محمود، رحمهم الله کتابونه او داسې نور ارزښتناک کتابونه شته چې باید ملي ژبو ته وژباړل شي، د شرعیاتو غیر متخصص يې له ژباړې او دیني عالمان یې له اصلي متن څخه استفاده وکړي، ځکه چې ژباړه د اصل ځای نشي نیولای.

پورتني لیکوال او آثار د اسلام په رڼا کې د بشریت د نجات نظري او عملي طرحې دي چې د ژوندانه په ګڼو ډګرونو کې په تطبیقي طرحو کې ژمن بنسټونه، مصلح ارګانونه او عاقل شخصیتونه ترې کار اخستلای شي.

دوی موږ ته د اسلامي امت د بریا د نقشې یوه برخه د خپل لید لوري او ټولنيزو واقعيتونو پر بنسټ، شته تجربو په رڼا کې جوړه کړې او تر اټکل ډېره برخه پاتې ده، موږ د ترسیم شوې برخې په تطبیق او د پاتې برخې په تکمیل ژمن یو، نه د امت د صفونو د ماتولو، تعصباتو او فرد محورۍ ته د امت په راکاږلو او ګوندونو ته د ځوانانو په ښکار کولو.

د دې کتابونو په رڼا کې راتلونکی نسل باید سیستم محوره، وړتیا پاله او اړتیا رژوونکي وروزل شي نه شخصیت محوره، وړتیا ځپونکې او اړتیا زېږه، دا د راتلونکي نسل حق دی چې د پورته علماوو له نظریاتو سره اشنا او ذهنونه یې خلاص کړو نه دا چې، د دې کتابونو په لوستو داسې متضادې جبهې او ډلګۍ جوړې کړو چې سرونه يې یو پر بل ووهو او يا د پورته شخصیتونو په اړه داسې روحیه ځوانانو ته ورکړو چې له پورته کتابونو نه بې برخې شي. د پورته پوهانو کتابونه باید لوستونکي د فکر له پلوه پياوړي او لیدلوری يې وغوړوي، نه دا چې په تعصب کې يې ښکېل کړي او یا د دوی لیکلي نظریات د وړو ټولنو او پخپلو کې د ښکیلو اسلامي ډلګیو د جوړولو لامل کړي، د بشري نړۍ ځوانان له پورته ليکنو څخه بې برخې کول پر بشري پرګنو ستر ظلم دى، ځکه پورته اثار الهي وحې په رڼا کې بشري پرګنو ته له تورتمونو او بدمرغيو څخه ژغورندويه لارښوونې او پېرزونې دي.

په دې هم باید پوه شو چې پورته کتابونه په ګڼو ټولنو کې لیکل شوي دي، د عامو رنځونو غوندې ټولنیز رنځونه هم د تشخیص او تجویز له پلوه ټولنې تر ټولنې توپیر لري، پورته کتابونه په دقت ولوستل شي، همداسې چې فتوی د مکان او زمان له پلوه توپير کوي درملنه هم همداسې ده. د خپلې ټولنې نبض باید وپېژنو او حکیمانه تطبیق ته يې عاقلانه او منتجې طرحې وټاکو.

پورته کتابونه عامې بشري لیکنې دي، عصمت یواځې د پېغمبرانو دی، دوی معصوم نه دي تېروتنې لري ؛ خو د غندلو او معصوم ګڼلو حق یې څوک نلري. اوسني لیکوال د دوی د کتابونو په رڼا کې د رنځونو تشخیص او درملنې لپاره داسې یو علمي لړلیک د تطبیق په موخه ولیکي، چې له بحرانه د وتو چاره تضمین کړي.

اوسنيو ستونزو سره په تړاو دا کتابونه غورچاڼ شي، ښوونیزې او روزنيزې ګلدستې ترې جوړې شي، د نني ورځې سره په تړاو ارزښتناکې جملې ترې را وایستل شي او ځوان نسل یې پر یادولو مکلف شي.

د وګړیزو او ټولنیزو رنځونو درملنې لپاره باید، د نوي نسل کادرونه د افتراقي تشخیص لپاره وروزو، په دې معنا چې ګڼو رنځونو زموږه وګړیزه او ټولنیزه اخلاقي وضع ځپلې ده، د ژوند په هره برخه کې په ګڼو رنځونو کې خطرناکو رنځونو تشخیص، معالجې او تجویز ته اولویت بندي وکړو.

پاملرنه

اسلام اوس د ښکیلاک هومره له داخلي استبداد نه، د استبداد هومره له خپلسرۍ نه، د اشغال هومره د مسلمانانو له اقتصادي ډب نه، د فرهنګي یرغل هومره له مذهبي ناندریزې وضعې نه، د دښمنانو د تور او پېغور هومره له مذهبي، ژبني، قومي.. تعصب نه، د غلیمانو د اقتصادي تېرایستنو هومره، د مسلمانانو له اقتصادي ناپوهۍ او غفلت نه، د بهرنیو بلواګرو هومره له داخلي ظالمانو ځپل کېږي او
وژل کېږي.

پورته کتابونه ډېرې درنې او ځلوونکې مرغلرې لري، هره مرغلره یې د تورتم تور زړه په رڼا او سباوون بدلوي، خو هره زمانه ځان ته خپلې غوښتنې، اړتیاوې او ژمنې لري.

همداسې چې د طب کتاب (Gayton) په ۱۳۴۰ ز کال کې ولیکل شو او هر کال د اړتیا هومره زیاتونه او توګوونه پکې راځي همداسې د اسلام په اړه لیکل شوي کتابونه د زمانې له غوښتنو، د خلکو د اړتیاوو او ژمنو سره په تړاو زیاتونې او توګوونې ته د کره، سوچه او پوهو پوهانو په واسطه اړتیا لري البته دا بايد له ياده ونه باسو، چې د اسلام په ثوابتو کې تغير نه راځي، اما استنباط شوي احکام د زمان او مکان له پلوه، په فتوا کې تغير راتلاى شي، خو د هغو مفتيانو له لورې، چې علم يې پر تقوا او تقوا يې پر علم ځواکمن وي.

پخوا دې ته اړتیا وه چې د ختیځو او لویدیځو پر هغو ایزمونو ردونه ولیکو چې د اسلام پر ضد یې ډنډورې کولې او ځانونه یې د بشري پرګنو د نجات ساربانان ګڼل، اوس دې اړتیا ده چې مؤمن پوهان د صنعت، زراعت، اقتصاد، تجارت، ښوونې او روزنې، روغتیا، تجارت او بانکدارۍ کې داسې وروزل شي چې قرآني او نبوي نصوص ټولنې ته په عملي بڼه او منتجه هڅه وړاندې کړي.

پخوا په دې غږېدو چې علم له ایمان او ایمان له علم سره ټکر نلري، اوس يې عملي بېلګو ترسیمولو ته اړتیا ده، چې خپلو نسلونو ته د فکر او منتج عمل په ډګر کې عملا ایمان زېږه علم او علم زېږه ایمان ورزده کړو.

پخوا په کائناتو کې د الله تعالی د ثبوت دلائل مو په بشري او طبیعي منابعو کې جوتول اوس باید د دې ترڅنګ د بشري او طبیعي منابعو د انکشاف او ګټور استخدام لارې چارې وسنجوو او ولسونو ته یې وړاندې کړو.

اوس اسلام موږ نه د امام اشعري، امام ماتریدي، امام ابن تیمیه او نورو پوهانو رحمهم الله د لفظي اختلافاتو او یوناني فلسفې پربنسټ د اسلامي عقیدې تشرېح او توضېح نه غواړي، اسلام له موږ غواړي چې د اسماء الحسنی د عقلي او عاطفي زدکړې له لارې د الله د عبادت او مخلوقاتو د خدمت روحیه مو پر ضمیر محرک حکومت وکړي، د ځان ښودنې او نهیلۍ احساس مو پر اخلاص او هیله منۍ بدل شي، نسلونه مو مخلص، کاریګر، زړور او داسې هیله من شي، چې عقېدې په لمسون عقدې و نه پالي، الهي او بشري حقونه ادا او د منتجو هلو ځلو محرک محور شي.

اوس اسلام عاقل منکر نلري خو د اسلام نه تطبیق د اسلام منلو مخې ته ستر خنډ دی، موږ د ژوند په ټولو اړخونو کې د اسلام منتج او ګټور ته تطبیق پر لارسازۍ ژمن یو، د دې لپاره کره او غوره نصاب، د ژمنو او هوښيارو شخصیتونو روزل او د روزنیزو جوړښتونو جوړول زموږ بنسټیزه دنده ده.



[1]. التوبه: ۱۱۲.

[2]. الاحزاب: ۳۵.

[3]. المعارج: ۱۹ - ۳۵.


No comments:

Post a Comment