جبرانوونکی او رغوونکی کلام


 لیکوال:محمدناصر حلیمی

جبرانوونکی او رغوونکی کلام

خبره باید د پند او تېروتنو د جبران لپاره وي، نه د چا د غندنې او رټنې لپاره په لاندې آیتونو کې الله تعالی رسول الله ﷺ ته داسې لارښوونې کوي: الله تعالی وايي: «قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِنْ عِنْدِ الله هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (٤٩) فَإِنْ لَمْ يَسْتَجيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَآءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنَ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ الله إِنَّ الله لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظالمينَ (٥٠) وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (٥١) الَّذِينَ اٰتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِهِ هُمْ بِهِ يُؤْمِنُونَ (٥٢) وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا اٰمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ (٥٣) أُولَئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُمْ مَرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (٥٤) وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ(٥٥)».[1]

( اى پېغمبره! دوى ته ووايه! نو تاسې د الله تعالی له لوري داسې كوم كتاب راوړئ، چې تر دغو دواړو زيات هدايت بښونكى وي، كه تاسې ريښتوني يې، زه به یې پيروي وكړم. اوس كه هغوى ستا دا غوښتنه نه مني ؛ نو وپوهېږه چې په اصل كې دوی د خپلو هوسونو پيروان دي او تر هغه به څوک زيات ګمراه وي، چې د الله تعالی له هدايت نه پرته يواځې د خپلو هوسونو ومني؟ الله تعالی داسې ظالمانو ته هېڅكله هدايت نه كوي او موږ پرله پسې هغوته (د نصيحت) خبره رسولې ده، چې له غفلته راويښ شي. كومو خلكو ته چې موږ له دې نه مخكې كتاب وركړى و، هغوى پر دې قرآن ايمان راوړی او كله چې ورته اورول كېږي، نو هغوی وایي چې موږ پر ده ايمان راوړ، دا په رښتيا سره زموږ د رب لخوا حق دى، موږ خو لا له دې نه مخكې مسلمان وو. دا هغه كسان دي چې دوى ته به یې اجر دوه ځله وركړ شي. د هغې زغم ګالنې په بدل كې چې هغوى وښوده، هغوى د بدۍ مخنیوى په نېكۍ سره كوي او كومه روزي چې موږ ورته وركړې، هغه (د الله تعالی په لار كې) لګوي او كله چې يې بابېزه خبره واورېده نو په دې ورڅخه لرې شول چې (زموږ عملونه زموږ لپاره او ستاسې عملونه ستاسې لپاره دي، تاسې ته سلام دى، موږ جاهلانه اعمال نه غواړو).

پورته آيتونه لاندې لارښونې لري:

1. د حق مننې او حقپالنې اعلان وکړه دښمن ته هم ویل کېږي که حق در سره و زه در سره یم ؛ خو چې د حق رښتینی ثبوت په وینا، عمل، نتیجه او تشکیل کې
راته وښيي.

2. که ور سره د حق مننې او پالنې اراده نه وه ؛ نو بیا د نفسي غوښتنو مريان دي او عملي ژوند یې د حقتلفۍ او ظلمونو د زړه راښکونکو شعارونو لاندې یو بدرنګه
انځور دی.

3.  د خير خبره رسول خیرغوښتنه او لارښوونه ده.

4.  عالمان چې عادل او با انصافه وي په پخوانیو کتابونو ایمان لري.

خو د ښو وینا وو تر شا باید لاندې عملي مواصفات موجود وي.

·     د چارو په کره او پوره ترسرولو کې استقامت ولري.

·     د بدیو په مقابل کې د نېکۍ هڅه او اراده ولري.

·     خپلې عقلي، رواني او طبیعي وړتیاوې د خیر په کار کې ولګوي.

·     له بې ګټو ویناوو او چارو څخه ځان ژغوري.

·    د اعمالو او ګټورو نتایجو د لاس ته راوړو لپاره يو له بله مینه ناکه او لورنده سیالي وکړي.

·     له ناپوهانو سره ځانونه ښکېل نه کړي.



[1]. القصص: 49-55.


No comments:

Post a Comment