اتم فصل:دقران کریم دوهم صفت هدى (هدايت)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

 

اتم فصل:دقران کریم دوهم صفت هدى (هدايت)

هدایت

مخکې مو ويلي وو چې قرآن کریم د بشريت ترمنځ د بشري فطرت د ساتنې او پالنې لپاره مشترک الهي غږ او د بشر لپاره مشترک تخصص دى. يا په بل تعبير قرآن کریم د ټولو انسانانو لپاره د هغو د پټو او ښکاره استعدادونو غوړونکى، پنځوونکى، وده ورکوونکى، خړوبونکی او مړوونکی دى، یا په بله ژبه د فطري ژمنو سرته رسولو لپاره د وړتیاوو د چمتو کولو له لارې د بشري ستونزو رژوونکی کتاب دی.

قرآن د طبعي او بشري وړتياوو او اړتياوو تر منځ د تړاو ځېرمن انځورګر د وړتیا پنځوونې له لارې اړتیا رژوونکی کتاب دی.

قرآن کريم د مخلوقاتو د ستونزو د رژولو لپاره د بشر فزیکي، عقلي او عاطفي وړتیاوې ویښوي، پوهوي، هوښیاروي، تخنوي، مضبوطوي او د سپېڅلو اهدافو په لور د کره معيارونو له لارې د لوړو اهدافو تر لاسي لپاره یې داسې روزي چې طبعت تسخير، د استفادې وړ بشري پرګنه سوکاله کړي.

یا په بله ژبه د قرآني احکامو تطبیق د الهي او بشري حقونو پر ادا او پر انساني سعادت پای ته رسېږي.

یا په بله ژبه قرآن کریم د بشري منابعو د متوازنې ودې لپاره هغه ګټورې روزنیزې لارښوونې دي، چې د دې لارښوونو له لارې انسان طبیعي منابع تسخیرولای، له خپلو وړتیاوو او وخت نه ښه استفاده کولای شي او بیا په همدې کچه اجتماعي نظم او فردي روزنه د کمیت او کیفیت له پلوه لوړې کچې ته خیژولای شي.

تعریف یې: «الدلالة بلطف إلى ما يصل إلى المطلوب».[1]

(په مینه او مهربانۍ د موخو تر لاسي ته هدايت وايي).

څومره چې بشري منابع وده کوي، هومره عادلانه اجتماعي قوانين نافذ، طبیعي منابع تسخیر، طبیعي وړتیاوې کارنده او انساني ستونزې رژیږي.

بشر چې د طبیعت په تسخیر او عادلانه قوانینو په تطبیق کې پاتې راځي هومره په ستونزو او بحرانونو کې ښکېلیږي، فردي او اجتماعي ژوند یې د جوړښت له پلوه د حقتلفۍ پر محور څرخیږي. یا په بله ژبه، هدایت د انساني وړتیاوو د ودې له لارې د اساسي اړتياوو کره تشخيص او حل ته وايي. الهي او بشري حقونو ادا ته د انسان عقلي او عاطفي وړتياوو روزل او ځير کول په دې لار کې د شتو حقايقو او مفاهيمو څرګندول د امکاناتو را منځته کول او د خنډونو هوارولو مېتود ته هدايت وايي. يا په لنډ تعبير د سپېڅلو، ګټورو او لوړو هدفونو د ترلاسه کولو سمې او نږدې لار موندنې او په عملي اجرا کې د انسان هر اړخیزې روزنې او پخېدنې ته هدايت وايي.

یا په لنډه او هر اړخیزه بڼه: د اسلامي شریعت هر اړخیز، عالمانه او مخلصانه تطبیق د ژوندانه په ټولو اړخونو کې چې د شرعي حکم مراتب په نظر کې نیول شوی وي په دې معنا چې له حرامو ځان ژغورنه او د فرایضو له اداء پيل شي نه د مستحباتو او تنزیهي مکروهاتو ).



1. دکتور سعدي ، ابو حبيب ، القاموس الفقهي ، ص 367.


No comments:

Post a Comment