د خیر په چارو کې بوختېدنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د خیر په چارو کې بوختېدنه

څومره چې د انسان عقلي، روحي، رواني او جسمي قوتونه د خير په چارو کې پرلپسې د ستومانتيا تر بريده بوخت وي، هومره يې ظاهري او باطني قوتونه د الهي هداياتو منلو، عملي کولو او پوهېدلو ته چمتو کېږي.

«وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ الله لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ».[1]

(کوم کسان چې زموږ لپاره زموږ په لار کې جهاد وکړي، خپلې لارې به وروښيو او يقيناً الله تعالی له محسنانو سره دى).

همداسې چې ژوند ګڼې، رنګا رنګې او بېلابیلې لارې لري انسانان هم د کیفیت او کمیت له پلوه ګڼ او ډول ډول استعدادونه لري، انساني اړتیاوې هم په همدې انډول دي. الله تعالی هم پخپل کتاب کې د ژوند د ټولو لارو او د انسانانو د ټولو ا ستعدادونو لپاره ګټورې روزنیزې لارښوونې لري.



[1]. العنکبوت: ۶۹.


No comments:

Post a Comment