لیکوال:محمدناصر حلیمي
حيرانونكی توازن
هدايت د ژوند لارې، اړتياوې
او شته طبيعي او بشري وړتياوې او قرآني لارښوونې سره داسې برابرې دي چې انساني عقل
حیرانوي، که یو پیاوړی او ګڼ تخصصه ژمن کاري او کادري ټېم وګومارو چې د ژوند لارې،
د ژوندانه اړتیاوې، انساني وړتیاوې او قرآني لارښوونې پرتلیزې وڅېړي ؛ نو په اسانۍ
دې نتیجې ته رسېږي چې د څلورو واړو سرچينه علیم، خبیر او حکیم الله (جل جلاله) دی،
چې د ژوند د لارو، اړتیاوو، انساني وړتیاوو پیدا کوونکی دی، چې د دوی د سالمې ودې، پرمخ وړنې او
کارونې لپاره یې قرآن کریم د هدایت په توګه رالېږلی دی، چې قرآن کریم د انساني
وړتیاوو د ودې له لارې د انساني اړتیاوو حل ته ګڼې لارښوونې، لارې چارې او راز راز
ګټندودونه، د استفادې طرزونه او
کاري سیستمونه ټاکلي دي، چې د قرآن کریم د خوږو، ویښوونکو او پوهوونکو تعبیرونو او
لارښوونو له لارې انساني روح او عقل ته هومره ورننوځي، چې د حقپالنې، مسؤولیت
ادایېنې احساس او د حقیقت موندنې ارمان او پلان چارې ورته منلې وي.
«وَالَّذِينَ جَاهَدُوا
فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ الله لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ».[1]
(کوم كسان چې زموږ د دین لپاره مجاهده وكړي، خپلې
لارې به وروښيو او په باوري ډول الله تعالی د نېكانو ملګرى دى).

No comments:
Post a Comment