لیکوال:محمدناصر حلیمي
دهدایت رڼې او پخې لارې
قرآن کريم هم د ژوند د
ټولو برخو لارې روښانه کړې دي، په انسان کې دننه هم د قرآني لارښوونو د پوهېدنې او
پلي کولو فطري وړتیا او څپانده هیله شته ؛ که موږ د ارواپوهانو د يو کادر له لارې
انساني غرایز په ګوته کړو او د متوازنې خړوبونې لارې چارې پر علمي سیستمونو وټاکو،
قرآن کریم تر هغوی ښې، منظمې او ګټورې ټاکنې لري.
الله تعالی د انسانانو د ضمیر دننه
د هدايت ډيوه بله کړې ده، چې هر انسان بیا د خپلو هڅو او چاپېريال د سپېڅلتيا په تناسب ترې ګټنې کولای شي. انسان
چې څومره خپل عقلي، عاطفي او فزيکي استعدادونه په کره او پوره توګه د خالق او
مخلوق د حقونو ادا په موخه کارولای شي، هومره پر قرآني لارښوونو خړوبېدای او ځواکمنېدای
شي او څومره چې پر قرآني لارښوونو خړوب او ځواکمن شي هومره الهي او بشري حقونه ادا
او مسؤولیتونه ترسره کولای شي.

No comments:
Post a Comment