لیکوال:محمدناصر حلیمي
د هدايت قرآني تعریف
قرآن کريم کې د هدايت لفظ او مشتقات يې
٧٩ ځلې ياد شوي او هر ځلې په ځانګړې بڼه تعريف شوي دي، موږ يو څو آيتونه د بېلګې
په توګه يادوو:
«قُلْ إِنَّنِي
هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ
حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (١٦١) قُلْ
إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (١٦٢)
لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ
الْمُسْلِمِينَ الانعام (١٦٣)».[1]
(اى محمده!
ووايه زما رب په يقيني توګه ماته هدايت کړی، بيخي صحيح دين چې په هغه كې كوم كږلېچ نشته، د
ابراهيم (علیه السلام) مسلک
چې هغه يوه لوري ته په متمايل كېدو یې غوره كړى و او هغه له مشركانو څخه نه و، ووايه! زما لمونځ، زما د عبادت
ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ هر څه د هغه الله تعالی لپاره دي چې رب العلمين دی. چې هېڅوك
یې شريك نشته، د هماغه امر ماته شوی دی او زه تر ټولو لومړى امر منونکی يم).
نو هدايت دا دى چې انسان پر سمه او پخه لار ټینګ وي، له شرک نه ځان وژغوري، د الله تعالی په عبادت
او د مخلوق په خدمت کې د بدني او
مالي لګښتونو له لارې د کايناتو له رب سره خپلې اړيکې جوړې او منتجې کړي. د خپل فطري، ذهني، مالي او بدني عبادت له لارې له هېچا هېڅ ډول بدله ونه غواړي،
د خير، ښېګڼو په چارو کې تر هر چا کوټلي او پرمخ
تللي ګامونه واخلي، خپل نفس او هوس ایل کړي، يواځې
الله تعالی ته خپل وخت، بدن او امکانات وسپاري.
«إِنَّ
إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ
الْمُشْرِكِينَ (١٢٠) شَاكِرًا لِأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ
وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (١٢١) وَاٰتَيْنَاهُ
فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (١٢٢)».[2]
(واقعيت دا دى چې ابراهيم (عليه السلام) په يواځې ځان يو بشپړ امت و، د الله تعالی د امر
منونكى او همدغه يو لوري ته مخ اړوونكى. هغه هېڅكله مشرک نه و، د الله تعالی د
پيرزوينو شكر ايستونكى و. الله تعالی هغه غوره كړ او سمه لار يې وروښوده. په دنیا
كې موږ هغه ته ښېګڼه وركړه او په آخرت كې به په يقيني ډول هغه له صالحانو څخه وي).
معلومه شوه چې قرآني هدايت دنيوي او اخروي نېکمرغۍ
تضمينوي، چې د ژوندانه د پرمختياوو ټولې کړنلارې رانغاړي.
د
الله تعالی نعمتونه د هغه له حکم سره سم کارول ؛
ظاهري او باطني استعدادونه او ځواکونه دومره سپېڅلې کوي چې الله
تعالی یې پخپلو دوستانو کې وليکي. پر سمه او پخه
لار ټينګ او پاخه قدمونه واخلي، د عمر میوه
يې د خپلو وړتياوو
پنځول مخلوق ته د هوسا ژوند لار هوارول او د آخرت نېکمرغي وي.

No comments:
Post a Comment