قرآني خبرې، د پېغمبري خبرو اترو دقیق انځور


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې، د پېغمبري خبرو اترو دقیق انځور

قرآن کریم موږ ته د موسی (علیه السلام) او فرعون په خبرو اترو کې د سياسي او دیبلوماسي ویناوو اصول ږدي، که کوم چارواکی فرعوني تګلار خپلوي ؛ نو د موسی (علیه السلام) وېناییز چلن زموږ مخې ته دى، مراحل یې باید هماغسې ترسره شي. د موسی (علیه السلام) د پېغمبرۍ د منلو معنا دا ده، چې تګلارې او کړنلارې به یې خپلوي، د خپل وخت ظالمانو ته به د حق اواز بې له څه وېرې په پوره تدبير او یو منظم عملي تشکیل رسوي.

 نن چې د نړۍ او سیمې په کچه فرعونیان هامانيان او قارونيان ورځ تربلې د زبېښاک او ښکېلاک طرحې پراخوي او جرأتمندانه یې پلي کوي، لامل یې د دوی په اصلاح کولو کې د (موسی علیه السلام) له دود څخه نه استفاده ده.

په لاندې آیتونو کې که ژوره کتنه وشي، د زمانې له حق تروړونکو واکمنانو سره د خبرو دود راښيي:

«اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (٤٣) فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَي (٤٤) قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى (٤٥) قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى (٤٦) فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِيَنةٍ مِنْ رَبِّكَ وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى (٤٧) إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَى مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى (٤٨) قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا يَا مُوسَى (٤٩) قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (٥٠) قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَى (٥١) قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى (٥٢) الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْ نَبَاتٍ شَتَّى (٥٣) كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَاٰيَاتٍ لِأُولِي النُّهَى (٥٤) مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى (٥٥) وَلَقَدْ أَرَيْنَاهُ اٰيَاتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَى (٥٦) قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى (٥٧) فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى (٥٨) قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى (٥٩) فَتَوَلَّى فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَى (٦٠) قَالَ لَهُمْ مُوسَى وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى الله كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَى (٦١) فَتَنَازَعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى (٦٢) قَالُوا إِنْ هَذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَنْ يُخْرِجَاكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَى (٦٣) فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَى (٦٤) قَالُوا يَا مُوسَى خو أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى (٦٥) قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى (٦٦) فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَى (٦٧) قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الْأَعْلَى (٦٨) وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى (٦٩) فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا اٰمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى (٧٠) قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ اٰذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَى (٧١) قَالُوا لَنْ نُؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَآءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنْتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (٧٢) إِنَّا اٰمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (٧٣) إِنَّهُ مَنْ يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَا (٧٤) وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَا (٧٥) جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ مَنْ تَزَكَّى (٧٦)».[1]

(ته او ورور دې زما له آيتونو سره فرعون ته ورشئ او زما په ياد كې سستي مه كوئ. دواړه فرعون ته ورشئ (ځکه) چې هغه الهي او بشري حقونه تروړلي دي.

نرمې خبرې ورسره وكړئ، بویه نصیحت ومني يا د حقتلفۍ له بدو پایلو ووېرېږي. دواړو وویل: (پروردګاره! وېرېږو چې هغه به پر موږ زياتى وکړي (ومو وژني).

الله تعالی وويل: (مه وېرېږئ، زه درسره یم، هر څه اورم او وينم).

فرعون ته ورشئ او ورته ووياست چې موږ ستا د رب استازي يو. بني اسرائيلو ته له موږ سره ازادي ورکړه. مه يې ربړوه. موږ ستا د رب له نښانو سره راغلي يو او څوک چې پر سمې لارې روان وي، هغوی ژغورل کېږي.

موږ ته په وحې ښودله شوې ده چې عذاب د هغه چا لپاره چې دین دروغ وګڼي او مخ ترې واړوي.

فرعون وويل: (ښه موسی! ستاسې رب څوک دى؟).

موسى وویل: (زموږ رب هغه دى چې هر شي ته يې خپل جوړښت وركړ، بيايې ورته (د خپلو دندو د اجرأ) لار وروښودله).

فرعون وويل: (او د پخوانیو په اړه څه وايي؟).

موسى (عليه السلام) وويل: (د هغوی علم زما له رب سره په يوه ليكنه كې ساتل شوی دى، زما له رب نه څه نه ورکېږي او نه هېرېږي).

هماغه ذات چې ستاسې لپاره يې د زمکې فرش وغوړاوه او په هغې كې يې ستاسې د تګ راتګ لارې جوړې كړې او له اسمانه يې اوبه را ورولې او په هغې کې راز راز حاصلات راوټوكول).

(وخورئ او څاروي مو هم وڅروئ! بېشكه په دې كې د هوښيارانولپاره ډېرې نښانې دي).

(له همدې زمکې نه مو پيدا كړي ياست، همدې ته به مو بېرته ورولو او له همدې نه به مو بیا راوباسو.

موږ فرعون ته د خپل قدرت ټولې نښې وروښودلې خو هغه دروغ وګڼلې او ويې نه منلې.

ويې ويل: (اى موسى (عليه السلام)، ايا د دې لپاره راغلى يې چې پخپلو كوډو موږ زموږ له هېواده وباسې؟

موږ به هم ستا په مقابل كې همدغسې كوډې راوړو، د مقابلې وخت او ځای وټاکه له فيصلې نه به یو هم نه اوړو، راځئ را وړاندې شئ).

موسى (عليه السلام) وويل:"دجشن ورځ وټاكل شوه او خلک دې تر لمر خاته مخکې سره غونډ وي“.

فرعون وګرځېده، خپلې ټولې دسيسې يې راټولې كړې او مقابلې ته راغى.

موسى (عليه السلام) وويل: ’’اى اجل نيوليو، پر الله تعالی د دروغو تورونه مه پورې کوئ، كه نه نو يو سخت عذاب به مو تباه كړي. دروغ چې هر چا وتړل هغه خپل هدف نشي ترلاس کولای.

د دې په اورېدو د هغو په منځ كې شخړه پيدا شوه او هغوى پخپلو كې په پټو پټو مشورو لاس پورې كړ).



[1]. طه: ۴۳-۷۶.


No comments:

Post a Comment