لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې طیبه او په طیبه ویناوو روزونکې ویناوې
الله
تعالى وايي: طيبه وينا هغه ده، چې د مضبوطې ونې غوندې یې په زمکه کې ژورې ريښې ولري، چې طوفانونه او
سېلابونه يې د نړولو ځواک و نه لري، په دې معنا چې دومره
ريښتنې، عادلانه، عالمانه، عاقلانه، موثره او ګټوره وي چې که حق تروړونکي ټول
مشران سره يو لاس هم شي، ماته يې نه کړاى شي.
طيبه وينا
هغه ده، چې ظاهري ادبي ښکلا، هنري ځلا، علمي سبک، ګټوره پايله، فرد ته ثبات او موثریت، ټولنې ته پیاوړی انسجام او ګټور هر اړخیز او
ټولییز انتظام بښي. عواطف تخنوونکی، وړتیا پنځوونکی، عقل رڼوونکی پېغام او د ستونزو رژوونکې نتيجه لري.
خبره باید د لوړو سپېڅلو او ګټورو ارمانونو
رښتینی انځور وي او قرآن کریم د رښتینو ارمانونو رښتینی انځور
دی.
خبره باید
د ډېرو لوړو ارمانونو داسې ښکلی، هر اړخیز او هسک انځور وي، چې د بلوسګرو او ظالمانو لاس ور ونه رسېږي، ځکه
چې ظالمان د مالونو په تروړلو، غصب او انحصار بسنه نه کوي. د نېکانو نېکې ويناوې
هم د خپلو بلوسو د ملاتړ لپاره پکاروي، نو وينا بايد داسې هسکه او پاکه وي چې د
ظالمانو د ظلم ملاتړ پکې نه وي.
مېوه يې
بايد ټول انسانيت په تېره مظلومان وخوري. هر وخت د هر ځاى انسان ترې استفاده وکړاى
شي، عقل، روح، روان او جسم پرې روغ، پرمخ تللى او پياوړى شي.
موږ
مسلمانان دنده لرو چې بشريت په ښو
ویناوو د ژوند په هر ډګر کې د پرمختګ همداسې هسک او سپېڅلي مقام ته ورسوو.
قرآن کريم
همداسې خبرې لکه مخکې چې تېرې شوې او په
لوستونکو کې د همداسې خبرو وړتیاوې روزي.
الله تعالی شجره طیبه داسې انځوروي: «أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ الله مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً
كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ (٢٤) تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ الله
الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (۲۵)».[1]
(و دې نه
کاته چې الله تعالی د سپېڅلې خبرې مثال كوم
شى ښودلى دى؟ د هغې مثال داسې دى لكه يوه ښه مضبوطه ونه، چې جرړې یې په ځمكه كې
ښخې شوې وي او څانګې يې تر اسمانه رسېدلې وي. هغه په هر وخت كې د خپل رب په حكم
خپلې مېوې راوړي. دا مثالونه الله تعالی د دې لپاره خلكو ته بيانوي چې ترې درس
واخلي).

No comments:
Post a Comment