قرآني خبرې عملي ژباړې غواړي


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې عملي ژباړې غواړي

موږ لا تر اوسه د عقلي، عاطفي او جسمي عمر سره په تړاو د قرآن کریم ژباړې لپاره پر علمي اصولو منتج کار نه دی کړی، همدا لامل دی چې زموږ ښوونیز او روزنیز ارګانونه د قرآن کریم ژبني ژباړونکي په پراخه کچه تولیدوي ؛ خو علمي ژباړونکي يې نشي وړاندې کولای.

په دې هم باید پوه یو چې څومره مو شاګردان د قرآن کریم له ژباړې، تفسير او تحليل سره ولولي هغومره فکري استقلال، قوت او نوښت ترلاسه کوي. كه څه هم په دې لار کې بنسټي ستونزه دا ده چې د قرآن کریم د نبوي زده کړې لپاره د زده کوونکيو د جسمي، عقلي او عاطفي عمر سره په تړاو ښوونیز، روزنیز او پوهنیز مسلکي نصاب د ټولې نړۍ په کچه نه لرو.

که قرآن کریم په اسلامي ټولنو کې د عمل په موخه په عملي بڼه لوستل شوی وای، اوس به زموږ واړه ماشومان په خبرو اترو، علم او عمل کې د نړۍ سترستر ژورنالستان، ستر ستر حقوقپوهان او سترستر رهبران وای. متأسفانه چې د اسلامي امت لوی اکثريت لفظي قرآن کریم نه لولي او چې لولي یې هم عقلونه او عواطف يې له قرآني برکتونو څخه ځکه بې برخې دي، چې په معنا يې نه پوهېږي. د دې تشې ډکول د اسلامي علماوو لومړۍ دنده ده، چې د قرآن کریم لفظي ژباړه د تطبیق په موخه عامه کړي او د هر عقلي او عاطفي عمر لپاره همغسې نصاب جوړ کړي.

خو دا چې زموږ ټولنه د ژوند په هر اړخ کې د علم له پلوه وروسته پاتې ده، علت يې همدا دی، چې زموږ"اولو الالباب"د قرآن کریم د تطبیق په اړه هر اړخیز تطبیقي، کاري او د پام وړ استنتاجي عملي کوټلي ګامونه د ضرورت هومره نه دي اخیستي.

قرآن کريم هم وايي: (يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (269».[1]

(چاته چې وغواړي حکمت ورکوي او چاته چې يې حکمت ورکړ، لوی خیر یې ور په برخه کړ او له درنو او هوښيارو عقلونو پرته بل څوک ترې پند نشي اخستى).

بل ځای وايي: (وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آَمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (7».[2]

(څوک چې پوخ او قوي علم لري هغوی وايي موږ پرې ایمان راوړی ټول زموږ د رب له لوري نازل شوي دي، له درنو او هوښيارو عقلونو پرته بل څوک ترې پند نشي اخستى).

الله تعالى په لاندې آيت کې وينا په دوو برخو وېشي، چې يوې ته طبيه او بلې ته خبیثه وينا وایي:

الله تعالی وايي: «أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ الله مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ (٢٤) تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ الله الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (٢٥) وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ (٢٦) يُثَبِّتُ الله الَّذِينَ اٰمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْاٰخِرَةِ وَيُضِلُّ الله الظالمينَ وَيَفْعَلُ الله مَا يَشَاءُ (٢٧) أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَةَ الله كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ (٢٨) جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ (٢٩)».[3]

(ايا ته نه ګورې چې الله تعالی د توحيد د سپېڅلې كلمې مثال څه ډول ښودلى دى؟ د هغې مثال داسې دى لكه يوه ښه پخه ونه، چې جرړې يې په ځمكه ښخې وي او څانګې يې تر اسمانه رسېدلې دي، هغه په هر وخت د خپل رب په حكم خپلې مېوې نيسي.

دا مثالونه الله تعالی د دې لپاره خلكو ته بيانوي چې هغوی ترې درس واخلي او د كفر د ناولې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په څېردى چې د زمکې له مخ نه راايستل شوې غورځول كېږي، د هغې هېڅ مضبوطيتا نشته.

الله ايمان راوړونكو ته په دنيا او آخرت دواړو كې د يوې ثابتې وينا پر بنسټ ثبات په برخه كوي او ظالمان ګمراه كوي. د هغه تعالی واک دى چې څه غواړي كوي يې.

تا هغه خلک وليدل چې د الله تعالی نعمت یې وموند ؛ خو په ناشكرۍ يې بدل كړ او له خپل ځان سره يې خپل قوم هم د هلاكت په اور كې وغورځاوه ؛ دوزخ ته به هم ننوځي او هغه د استوګنې ډېر بد ځاى دى).



[1]. البقرة: 269.

[2]. آل عمران: 7.

[3]. ابراهیم: ۲۵-۲۹.


No comments:

Post a Comment