لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې؛ ښایسته خبرو ته هڅاندې خبرې
لاندې آیت ته ځیر شئ چې اول
پر ښایسته خبرو، بیا پر لمانځه او بیا پر زکات ټینګار کوي: «وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا
الصَّلَاةَ وَاٰتُوا الزَّكَاةَ».[1]
(له خلکو
سره ښې، خوږې په زړه پورې او ګټورې خبرې وکړئ، سم لمونځونه وکړئ او زکات ورکړئ).
پورته آیت لومړی د خوږو خبرو، بیا د لمانځه او بیا د زکات
ورکړې ته
انسان هڅوي.
زموږ د ستونزو اصلي ریښه همدې ځای کې ده، چې همداسې باحضوره
لمانځه لپاره نصاب نه لرو زموږ د لمانځه نصاب د لمانځه پر ظاهري شکل ډېر بحث کوي
نسبتاْ د لمانځه حقيقت ته. د دې هم
نصاب نه لرو، چې ډاکتر له ناروغ، قاضي له مجرم، پلار له اولاد، خاوند له مېرمن، حاکم
له رعیت او رعیت له حاکم سره څه ډول خوږې مینه ناکې، ګټورې او عادلانه خبرې وکړي.
له پورته آیت سره په تړاو لاندې حدیث ته ځیر شئ!
«عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ رسول الله
ﷺ:"أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ
الصَّلَاةِ، وَالصِّيَامِ، وَالصَّدَقَةِ؟"قَالُوا: بَلَى
قَالَ:"إِصْلَاحُ ذَاتِ الْبَيْنِ قَالَ: وَفَسَادُ ذَاتِ الْبَيْنِ هِيَ
الْحَالِقَةُ».[2]
(له ابی درداء (رضي الله عنه) نه روایت دی، چې
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: آیا تاسو ته ستاسو تر لمونځونو، روژې او صدقې غوره څیز در
ونه ښیم؟ هغوی وویل: هو، وښایاست. هغه وویل: هغه خپلمنځي پخلاینه ده او خپلمنځي
جنجالونه له منځه وړونکي دي یعنې دین لمنځه وړي.
وګورئ په اسلام کې لومړی مسؤولیت دی او بیا فرض
دی.[3] هغوی به الله تعالی
ته څه ځواب وایي چې زموږ په ټولنه کې مسؤولیتونه بې ارزښته او فرایض پایمال دي، بیا
هم د استحباب لپاره تر مسؤولیتونو او فرایضو جدي او قوي کار کوي. د شریعت په تطبیق
کې بايد لومړیتوبونه په پام کې ونيول شي.
د بندګانو حقونو ته شریعت لومړیتوب ورکړی او انسان یې د
الهي او بشري حقونو پر ادا یې داسې مکلف کړی: لومړی فرض ادا او له حرامو ځان
وژغوري، دوهم واجبات ادا او له تحریمي مکروهاتو ځان وساتي. دریم سنن ادا او له
تنزیهي مکروهاتو ځان وساتي. څلورم مستحبات ادا او له مباحاتو ځان وساتي.
دینپوهان
مکلف دي چې موږ ته د ژوند په اعتقادي، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، صنعتي، روغتیایي، زراعتي.. کورني او ټولنیزو ډګرونو کې د حلال شنې او د حرامو سرې کرښې په
نښه او لومړیتوبونه په ګوته کړي.
په بل روایت کې راځي چې خپلمنځي اختلاف دین له
منځه وړي.
مسلمان علماء باید دا جرأت هېڅکله ونه کړي چې
پخپلو اختلافاتو اسلامي امت له شرمېدلې ځوړتیا سره مخ او نامسلمان له اسلام
نه زړه تورن کړي.
سلیمان (عليه السلام) له مرغه، مېږي، بلقیس او
پارلمان سره څه ډول طیبې خبرې وکړې او د رښتیني امن پاله او انسانپاله سیاست او
اجتماعي عدالت د ایجاد له لارې یې په ډېره عادلانه بڼه د خپلې زمانې ټول هېوادونه يې د یوې سالمې او ټولګټې قوماندې لاندې راوستل.
داؤد (عليه السلام) د دښمنو ډلو ترمنځ څنګه
طیبې خبرې وکړې او بیا يې الله تعالی ته څه ډول میلان پیدا کړ؟
موسی (عليه السلام) له فرعون سره څه ډول طیبې
خبرې وکړې، چې له خبرو یې په سلګونو دیپلوماتیکي قواعد راوځي.
صالح (علیه السلام) له خپل جابر او سرکښه قوم
سره څنګه طیبې خبرې کوي او د هغوی عقل او عاطفه څنګه سره مينه ناک چلن ته چمتو
کوي؟
هود (علیه السلام) له خپل ظالم قوم سره څه ډول
طیبې خبرې اترې کوي؟
دغه ټولې خبرې اترې زموږ لپاره ښوونه، روزنه، ځیرونه
او ویښونه ده.
د دوی خبرې اترې، درس، عبرت د خبرو سبک او
اسلوب هم د خبرو محک او معیار دی.
خویلد راځي او له رسول الله صَلَّى اللَّهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّم سره د خپل حق د ترلاسولو لپاره لفظي شخړه کوي. الله تعالی یې له
واره یادوي ؛ غوښته يې چې خپل تلف شوی حق راژوندی کړي د حقوقو را ژوندي کولو پلي
کولو او ښکاره کولو الفاظ سپیڅلي(طیب) دي.
که ژورنالېزم له چارواکو سره د تودو خبرو اترو اصول او
قواعد لري، دا ټول قواعد بې استثنا په قرآني خبرو اترو کې په لوړه کچه موندلای شو.
که د
ژورنالیزم متخصصینو موږ ته په زرګونو ژورنالستي قواعد راکړي، موږ ورته په قرآن
کریم کي عملي بېلګې ورکوو او ترې کره قواعد په قرآن کریم کې ورښیو.
[1]. البقرة:۸۳.
[2]. الشيباني ابو عبد الله
أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج ۴۵ ، ص۴۹۹.
[3]. خپل خوراک ، څښاک ، پوښاک
حلال کول مسوولیت دی چې اداء نه شي ، لمونځ ، روژه ، زکات او حج چې فرض اعمال دي
الله تعالی ته ارزښت نه لري. په درنو اخلاقو چلېدل مسوولیت دی که څوک بد اخلاقي
کوي؛ نو د لمانځه ، حج ، روژې ، زکات ثواب يې د همغه چا شو چې ورسره بد چلن کړی ، په
پاکه زمکه لمونځ کول مسوولیت دی ، د غاصب لمونځ د غصب پر زمکه او پر حرام مال
باندې دالله په دربار کې نه قبلیږي.

No comments:
Post a Comment