لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې معیارې خبرې
د
پېغمبرانو خبرې اترې موږ ته خبرې اترې ښيي، موږ اړ یو چې په قرآن کریم د قرآن کریم شاګردان د قرآن کریم
د خبرو اترو په اصولو وروزو. زه دا خبره په زغرده کوم چې کله هم د ژورنالېزم د
نړېوال پوهنتون تر پروفیسوره د قرآن کریم د شاګرد خبرې خوږې، ګټورې، په زړه پورې
او پرځای نه وي، مدرسه، نصاب، اداري او تدریسي تشکیل، ښوونیز
او روزنیز وسایل په حقیقت کې د قرآن کریم د عظمت حق نه دې پېژندلی او نه دی ادا کړی. د استاد، شاګرد، تعليمي نصاب
او د تعلیمي چاپېریال په اړه بیا باید کتنه وشي، نیمګړتیاوې په نښه او تشه په
مسلکي او تخصصي بڼه د باکفایته کاري ټیم له لارې ډکه شي.
که قرآن
کریم تر نړيوالو پوهنتونونو په زړه پورې او ګټوره نتیجه ورنکړي، د قرآن کریم د
اعجاز مفهوم زیانمنېږي او پړه به یې پر ښوونيزو او روزنيزو سيستمونو، ښوونکو او دیني عالمانو وي.
په نبوي
احادیثو او قرآن کریم کې د کتابیانو او قرآن کریم لوستونکو ښه او بد ډولونه د دې
لپاره یاد شوي دي، چې د ښو بېلګو د کچې د لوړولو لپاره کار وشي او له بدو هغو څخه خلک وژوغورل شي.
هېڅکله هم پورته ډولونه د تور او پېغور
لپاره نه دي یاد شوي.
یوسف
(عليه السلام) له خپلو کینه کښو او رخګرو ورونو سره څه ډول له کینې، رخې او کرکې
څخه پاکې (طیبې)خبرې وکړې؟ د هوس په لومو ښکېلې، د زر، زور او تزویر مستبدې ښایسته
ښځې (زليخا) یوسف (عليه السلام) ته څه وویل او ده ورسره څه ډول د پت او درنښت
(طیبې) خبرې وکړې؟ د بې انتظامه نظام لپاره يې په کومو ټولنیزو انسجام راوستونکو، اړتیا
رژوونکو، وړتیا پنځوونکو، عدالت ځواکمنوونکو (طیبو الفاظو) سره، څه ډول طیب نظام
رامنځته کړ او د ژوندانه په لوړو ژورو ترخو او خوږو حالاتو کې يې څه ډول طیبې خبرې
وکړې؟

No comments:
Post a Comment