لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې عملي لارښوونې
ګورو چې
فرعون هم د اسلام په اړه ذهني قناعت درلود ؛ خو اسلام ترې د اسلام عملي کول، فردي عمل، عادلانه ټولنه مسلکي ژمنه ساکښپاله واکمني ترې
غواړي.
موسى
(عليه السلام) فرعون ته وايي: (قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنْزَلَ
هَؤُلَاءِ إِلَّا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ
يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا (102».[1]
(ته په دې
پوه يې چې دغه آیتونه د اسمانونو او زمکې له رب نه پرته بل چا نه دي لېږلي او دا
په رڼو سترګو ښکاري او زه باور لرم چې هلاک یې).
أبو جعفر
منصور له سفيان ثوري (رحمه الله) سره په طواف کې مخ شو، پر اوږه يې وواهه او ورته
يې وویل: ما پېژنې؟ ده ورته وویل: نه دې پېژنم ؛ خو ظالمانه دې
راکښلم.
أبو جعفر
ورته وویل:"نصیحت راته وکړه".
سفيان
(رحمه الله) ورته وویل:"څومره علم چې لرې پر هغه دې څومره عمل کړی، چې زه هغه
څه در وښيم چې پرې نه پوهېږې؟".
أبو جعفر
وویل:"زموږ خواته ولې نه راځې؟".
سفيان
رحمه الله وویل:"الله تعالی منع کړی یم: (وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ
ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمْ النَّارُ) هود:113. (ظالمانو ته ځانونه مه نږدې کوئ چې اور
به مو وریته کړي!).
أبو جعفر
خپلو ملګرو ته وویل: "عالمانو ته مې مالونه ور واچول، دوی په
قوت سره واخستل ؛ خو سفیان ترې په روښانه ورځ تښتي ".[2]
أَبُو
الدَّرْدَاء (رَضِي الله عَنهُ) به دا خبره همېشه کوله چې د قیامت په ورځ په دې
وېرېږم چې د ټولو خلکو په مخ کې مې الله تعالی راوغواړي او راته ووايي: پخپل علم
دې څومره عمل کړی؟[3]
أَبُو
الدَّرْدَاءِ رضي الله عَنْهُ وايي: «لَا يَكُونُ الرَّجُلُ
عَالِمًا حَتَّى يَكُونَ مُتَعَلِّمًا، وَلَا يَكُونُ عَالِمًا حَتَّى يَكُونَ
بِالْعِلْمِ عَامِلًا».
(یو څوک
تر هغه نه عالم کېږي، چې متعلم نشي او تر هغې عالم ورته نشو ویلای چې پخپل علم عمل
ونه کړي).
أَبِو
الدَّرْدَاءِ (رَضِيَ الله عَنْهُ) وایي: «وَيْلٌ لِلَّذِي لَا
يَعْلَمُ مَرَّةً، وَوَيْلٌ لِلَّذِي يَعْلَمُ وَلَا يَعْمَلُ سَبْعَ مَرَّاتٍ».[4]
(هغه چې
نه پوهیږي، د هغه پر حال یو ځل افسوس او څوک چې پوهېږي او عمل نه کوي د هغه پرحال
اوه ځلې افسوس)!
عِيسَى
ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَامُ وايي: «مَنْ عَلِمَ، وَعَمِلَ، وَعَلَّمَ
فَذَلِكَ يُدْعَى فِي مَلَكُوتِ السَّمَوَاتِ عَظِيمًا».[5]
(چا چې
علم، عمل او تدریس وکړ دا په اسمانونو او زمکه کې ډېر ستر ګڼل کېږي).
(عمر بن
خطاب رضي الله عَنْهُ عبد الله بن سلام ته وویل: عالم څوک دی؟ ده وویل: هغه څوک
عالم دی، چې پر علم عمل کوي).
د قرآني
شخصیت فکر، وینا او عمل باید سره په ټکر کې نه وي، د خندق په غزا کې یو صحابي رسول
الله صلی الله علیه وسلم ته وايي: یا رسول الله له لوږې نه مې دوه تیږې په خيټې
پورې تړلي. رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ورته وايي: چې ما درې تړلي. د قرآن کریم استادان باید له
عامو خلکو سره د خلکو غوندې برابر او ورورولۍ ژوند وکړي په کلي، کور، ګاونډ، دفتر،
مدرسه، مسجد، څېړنېز ارګان، پوهنتون سنګر او هر ځاى کې چې وي.
عَنِ الْحَسَنِ قَالَ: سُئِلَتْ عَائِشَةُ عَنْ خُلُقِ رسول
الله ﷺ؟ فَقَالَتْ: «كَانَ خُلُقُهُ
الْقرآن ».[6]
له حسن رضي الله عنه نه
روايت دى چې له عایشې (رضي الله عنها) نه پوښتنه وشوه؟ د رسول الله صَلَّى اللَّهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّم اخلاق څه و؟ هغې وویل: «د هغه اخلاق قرآن کریم و».
يعنې رسول اللهﷺ ژوندی قرآن و. د هغه عمل، تعامل، فکر، چپتیا او
وینا د قرآني آیتونو عملي تلاوت و.
موږ هم د قرآن زده کړه
يز جريان د ښوونې او روزنې پر آرونو بايد داسی تاسیس کړو چې عمل يې د قرآن ترجمان وي.
اوس هم قرآن کریم همداسې لوی او ستر ښوونکي
غواړي چې قرآن کریم د خلکو سترګو ته د عمل په ډګر کې تفسیر او تحلیل کړي ځکه اورېدل
هېرول، ليدل زده کول او کول يادول دي.
په انساني تاریخ کې ډېر پوهان راغلي او ډېرې
پخې، په زړه پورې خبرې یې کړي دي ؛ خو د پلویانو په عمل کې د دې خبرو عملي نمایندګي نه لېدل
کېږي ؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم، اصحاب او تابعین او لا تر اوسه داسې خلک شته دي، چې د عمل په ډګر کې د
قرآن کریم تفسیر او تحلیل وړاندې کوي.
موسی علیه
السلام له الله تعالی سره خبرې کړې دي:
«وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ
عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ الله مُوسَى
تَكْلِيمًا(١٦٤)رُسُلًا مُبشر ينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا
يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى الله حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ الله عَزِيزًا
حَكِيمًا(١٦٥)لَكِنِ الله يَشْهَدُ بِمَا أَنْزَلَ إِلَيْكَ
أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا(١٦٦)».[7]
(او موږ پر هغو پېغمبرانو هم وحې نازله كړې، چې
يادونه مو درته كړې او پر هغو پېغمبرانو هم چې يادونه مو یې نه ده كړې. الله تعالی له موسى
(علیه السلام) سره په ځانګړې وینا دی. دا ټول پېغمبران زېرى وركوونكي او وېروونكي
لېږل شوي وو، چې د هغو له پېغمبر كولو نه وروسته خلكو ته د الله تعالی په وړاندې
څه پلمه او لاسوند پاتې نشي او الله تعالی په هر حال غالب او حكيم دى. (كه خلک يې نه مني، نو نه دې مني) خو الله تعالی شاهد
دی، چې څه يې پر تا نازل كړي پخپل علم سره يې نازل كړي دي او پر دې پرښتې هم
شاهدانې دي، كه څه هم چې د الله تعالی شاهد كېدل، بېخي كفايت كوي).
قرآن خبره
پر دوو برخو وېشي او نتیجه يې هم روښانوي
د قرآن
کریم هدف دا دی، چې د خوشې، سپکو، سپورو او ضرري خبرو کچه په ټولنه کې ټيټه، تته او له منځه ولاړه شي.
انسي او
جني شیطان په ترخو ویناوو او بېلاروونکو خوږو ویناوو انسان
تباه کوي.
د شیطان د
فعالیت مخه باید په ښوچارو، ښاېسته سیستمونو او ګټورو ويناوو بنده کړو.
هغه
انسانان چې الله تعالی ورته ادبي او شعري وړتیا وربښلې، مکلف دي چې دغه وړتیا د
بشر د هدایت لپاره وکاروي او له دې لارې نه د شیطان او شیطاني کړنو لارې چارې
وتړي.
قرآن کریم
خبرې پر دوو عمومي برخو وېشي، چې یوه يې طیبه(سپېڅلې) وینا او بله يې خبیثه(ناولې) وینا.
د سپېڅلې
او ناولې وینا ډولونه په قرآن کریم کې یاد شوي دي
محراب، ممبر،
رسنۍ، رادیو، تلویزون، انټرنېټ، فیسبوک او نور.. باید د باوري خبرو ګټورې مرجع شي.
د هرې عقلي او عاطفي کچې لپاره باید داسې څه چې ګټورو ارزښتونو ته وده او پیاوړو معیارونو ته پراختیا ورکړي
او له طیبو ویناوو پرته خبيثې ويناوې ټولنو، زړونو او ژبو ته لار ونه مومي.
[1]. الإسراء: 102.
[2]. الحمداوي ، عبد الكريم
محمد مطيع ، فقه الأحكام السلطانية ، ص 278.
[3]. المنذري ، عبد العظيم
بن عبد القوي بن عبد الله ، أبو محمد، زكي الدين، الترغيب والترهيب للمنذري ،
ج ۱ ، ص۷۴.
عربي متن یې: «يَقُول إِنَّمَا أخْشَى من
رَبِّي يَوْم الْقِيَامَة أَن يدعوني على رُؤُوس الْخَلَائق فَيَقُول لي يَا
عُوَيْمِر فَأَقُول لبيْك رب فَيَقُول مَا عملت فِيمَا علمت » رَوَاهُ
الْبَيْهَقِيّ.
[4]. المنذري ، عبد العظيم
بن عبد القوي بن عبد الله ، أبو محمد ، زكي الدين، الترغيب والترهيب ، ج۱ ، ۷۴.
[5]. أبو حامد محمد بن محمد
الغزالي الطوسي ، إحيآء علوم الدين ، ج ۱ ، ص۱۰.
[6]. الشيباني ابو عبد الله
أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 43 ، ص 15.
[7]. النسآء :۱۶۴-۱۶۶.

No comments:
Post a Comment