لیکوال:محمدناصر حلیمي
د قرآني خبرو ځانګړتیاوې
عملي ویناوې دي: قرآن کریم په ۲۳ کلو کې نازل شو، چې نږدې (۱۹۵۶۱۲) ساعتونه کېږي، ټول قرآن کریم چې ښه او کره
ولولې په ۳۰ ساعتونو کې لوستل کېږي. الله تعالی انسانانو ته په دې (۱۹۵۹۱۲) ساعتو کې ۳۰ ساعته خبرې را واستولې، چې
انسانان په دې پوه شي، چې (۶۵۳۰۴) کار، فکر او تدبیر
لپاره الله تعالی یو ساعت خبره کړې او فکر، طرح، د
ستونزو درک او حل، د بشري او طبیعي منابعو وده، پلي کول، عملي کار او د مادي او
معنوي لاسته راوړنو لپاره بشریت ته وخت ورکړي او انسانان هم یو ساعت ګټورې، ټولګټې،
پخې او درنې خبرې وکړي يا يې واوري او (۶۵۳۰۴) کار وکړي.
که آیتونه په یو متناسب سیستم سره مساوي ووېشو ؛ نو یو آیت يې (۳۱، ۳۶) ساعته تطبیق
غواړي.
داسې نصاب جوړول او پلي کول د ډېرو سترو سپېڅلیو، پوهانو،
هوډمنو ژمنو کاري او کادري ټیمونو کار دی.
اوس پوهېږم چې ولې عزت بښونکي قرآن تر څنګ مو ولې پېړۍ
پېړۍ د ذلت دردناکې شیبې ګاللي دي او لا یې ګالو؟!.
زموږ لویه
ستونزه دا ده چې لفظي او نظري زده کړې ته ټول عمر بښو، پوهېدو او عملي اړخ ته وخت نه لرو.
یا په حفظ کې شاګرد دومره ستومانه کړو چې بیا ترجمې، پوهېدو
او عملي کېدوته هېڅ انرژي ونلري.
که پوهېدو او عملي اړخ ته مو ډېر
وخت ورکړ، په دې کار سره به په لږ وخت، لږې انرژۍ او لږو
امکاناتو سره مسلمان د بشري سعادت او نېکمرغۍ سرچينه شي او په ټولنه کې به منلی او
ښاغلی اوسي. زموږ د دې شرمېدلې ځوړتیا اساسي لامل د خبرو ډېروالی، د عمل کموالی او
د نتیجې نشتوالی دی، چې په قرآن کریم کې په ډېرو سختو ټکو غندل شوی دی.
بشارت او زېرى دى: د ژوند په ټولو اړخونو کې هغه اعمال، افکار، وینا چې د
ژوند، عقل، حیثیت، مال او دین ساتنه او پالنه په فردي او ټولنیزه کچه رامنځته کوي،
د همدی چارو پر بنسټ
یا په بله ژبه قران رښتیا پال، رښتین پال، عدلپال او عادل پال ظلم ځپونکی او ظالم
رټونکی، دروغ رټونکی او درواغجن رټونکی کتاب دی او د دنیا او آخرت د بریو زېرى ورکوي.
رښتیا او عدالت دى: رښتیا او عدالت دین، دروغ او ظلم بې دیني ده.
قرآن کريم
له پیله تر پایه عدل او رښتیا ستايي، ظلم، ظالم، دروغ او دروغجن غندي. قرآن کريم سر تر پایه د عدل او رښتیا
ملاتړ، د دروغو او ظلم غندونکی دی.
«وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا لَا مُبَدِّلَ
لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ».[1]
(ستا د رب
وينا د ريښتينولۍ او عدالت له پلوه بشپړه وينا ده، هېڅوک یې فرمانونه بدلولای نشي او هغه د هر څه اورېدونكى او پر هر
څه پوه ذات دى).
قرآن کريم د رښتینو او عادلانه ویناوو ټولګه ده، ټولې جملې يې دروغ له منځه وړونکې، ظلم
ورکوونکې، رښتینې او عادلانه لارښوونې دي. رښتیا او عدالت چې څه ډول خړوبیږي قرآن
کریم يې په اړه لارښوونې کړي او ټول عناصر یې راښودلي دي.
قرآني وینا: هره وینا تحلیل، شننه، بوللـه (قصيده) (وینا)، شعر، نثر او
غزل چې د رښتينولۍ او عدالت پیغام ولري، قرآني وینا ته نږدې او د قرآن کریم تفسیر
دی.
قرآني
چاپېریال: د قرآن کریم د تدریس لپاره، عالمانه، صادقانه،
کریمانه او عادلانه چاپېریال رامنځته کول پکار دي، چې په نبوي سیرت کې په سلګونو
بېلګې لري او اوس هم د ژوند په ډېرو برخو کې د لږو مسلمانانو په عملي ژوند کې
لیدل کېږي.

No comments:
Post a Comment