نه بدلېدونکي خبرې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

نه بدلېدونکي خبرې

دالله تعالى خبره نه بدلېږي، څوارلس سوه کاله مخکې يې چې کوم شیان حرام کړي مضر و، نن هم مضر دي او تر قیامته به ټول بشريت ته مضر وي. د کومو چارو د کولو امر يې چې کړی مفيد و، مفید دي او تر قیامته به مفید وي. څه يې چې ویلي رښتیني وو، رښتیني دي او عکس يې څوک نشي جوتولای.

د الله تعالی د کایناتو شمېر د انسانانو تر اټکل پورته دی. ستورپوهان وايي چې د زمکې تر شګو د اسمان ستوري ډېر دي. همداسې هم د الله تعالی خبرې نشي شمېرل کېدای او د ژوند د ټولو اړخونو لپاره محور دی.

«قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّيْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّيْ وَ لَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا».[1]

(اى محمده! ووايه چې كه سمندر زما د رب د خبرو د ليكلو لپاره سياهي شي، نو وچ به شي ؛ خو زما د رب خبرې به پاى ته نه وي رسېدلې ؛ بلكې كه موږ همدومره سياهي نوره هم راوړو ؛ نو هغه به هم بس نه شي).

«وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (٢٧)».[2]

(که د زمکې څومره ونې او بوټي قلمونه شي او سمندر (مشواڼۍ او رنګ شي) چې اوه نور سمندرونه ورته سياهي برابره كړي، بيا به هم د الله تعالی خبرې په ليكلو پاى ته ونه رسېږي. بېشكه الله تعالی برلاسى او د حكمت څښتن دى).

دالله تعالی خبرې بې شمېره دي، خو موږ ته یې هومره خبرې رالېږلي دي چې دردونه پرې دوا، مسؤولیتونه پرې ادأ، حقوق مو پرې تر لاسه، عقل ته راغلې پوښتنې پرې ځواب، انساني دنده پرې ترسره، وګړيزه پرمختيا او ټولنيز انسجام تضمېن کړاى شي.



[1]. الکهف: ۱۰۹.

[2]. لقمان: ۲۷.


No comments:

Post a Comment