لیکوال:محمدناصر حلیمي
د قرآني خبرو استوګنځی
نو د قرآن
کریم اصلي استوګنځی د علم په رڼا د روښانه عقل او د عدل په خوږو وږمو د خوږ بویه، سپېڅلي
او د مهربانۍ په ګاڼه ګاڼل شوي ښایسته زړه، عدل پاله، حق پاله او ایمان پاله ټولنه
ده.
د قرآن
کریم لپاره باید د انسان په عقل کې حافظې، ذهن، شعور، درک، هوش، نوښت او اختراع ته
وده ورکړو او غښتلي یې کړو.
زړه کې
مینې، خواخوږۍ او لورنې، د الله تعالی ډار، انسانپالنې، الله تعالی لمانځنې او نړۍ
پالنې ته وده ورکړو..
ټولنه هم
د مینې، ورورګلوۍ، دوستۍ، خپلمنځي همکارۍ او د خیر په چارو کې د همغږۍ په روحیه
پیاوړې کړو..
که د قرآن
کریم په لارښوونو مو پورته چارې ترسره نه کړې، قرآن کریم موږ ته هېڅ نه کوي.
انسان د
عقلي عاطفی او جسمي ودې او پياوړتيا په
تناسب له قرآن کریم نه ګټه اخستلى شي.
څومره چې هوښیار مهربان او پياوړی وي هومره
له قرآن کریم نه ګټه اخیستی شي او قرآن کریم چې څومره لولي هومره يې هوښیاروي د جسم عقل او روح
پياوړی کولو ته يې ځير او ژمنوي. څومره
چې پکې فکر کوي، هومره يې فکر جوړوي. څومره چې يې عملي کوي، هومره
يې موخې لوړوي او ارادې يې غښتلې کوي او له الله تعالی سره داسې تړاو رامنځته کېږي،
په مخلوقاتو کې د مثبتو بدلونونو او پرمختیاوو هڅه او هاند لا پايله وال او ګړندى
کړي.
(وَاتْلُ
مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَنْ
تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا).[1]
(هغه څه
تلاوت کړه چې ستا رب درته ویلي دي. د ده د ویناوو هیڅ بدلوونکی نشته). زمان او
مکان یې نشي بدلولای، شرایط او حالات پرې تاثیر نه لري.

No comments:
Post a Comment