قرآني خبرې او کاري وړتیا


 لیکوال:محدناصر حلیمي

قرآني خبرې او کاري وړتیا

د الله تعالی خبرې يعنی څه؟ د الله تعالی خبرې همغه چې له فلسفي او منطقي ناندريو نه هاخوا عمل ته چمتو کوونکې او د غوره چارو او پايله لرونکو کارونو ته هڅوونکې او د ژوند په هره برخه کې د ښو او ګټورو لارو چارو ښودونکې دي. البته هغه قوم او وګړو ته چې پکې سوچ وکړي او د انسان عقلي، عاطفي او مادي تنده پرې خړوبه کړي. حقپال پر الله تعالی مین او ژمن قوم وي. حق تروړونکی، مادي ډبه([1]) او بې وفا قوم ترې استفاده نشي کولای.

قرآن کريم هغه قوم ته هدايت او لارښوونه ده، چې په قرآن کریم زړه، عقل او ضمير صيقل او پياوړی کوي او د ټولنيزو مادي او معنوي اهدافو د لاسته راوړو لپاره يې کاروي ؛ ځکه دا داسې خبرې دي، چې د بشر مادي او معنوي پرمختیاوو اسرار پکې نغښتي دي. همداسې چې د سمندر مرغلرې، د تل لالونو او جواهرو ماهر او متخصص غواړي، د ټولنیزو او وګړیزو پرمختیاوو د عملي تطبیق لپاره قرآن کریم هم د سپېڅلو عواطفو، رڼو عقلونو، هسکو اهدافو او د پخو ارادو خاوندان غواړي.

قرآن په عدلپالو زړونو او علم پالو عقلونو کې ځای نیسي. جاهل عقلونه او ظالم زړونه د قرآن کریم د زده کړې او د مفاهمو د هضم وړتیا نه لري.

الله تعالی وايي: «بَلْ هُوَ اٰيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِاٰيَاتِنَا إِلَّا الظالمونَ"عنکبوت:٤٩.

(په اصل كې د هغو خلكو په زړونو كې چې علم وركړ شوی دا روښانه نښانې دي او زموږ له آيتونو څخه بې له هغو ظالمانو بل څوک نه منكرېږي).

په پورتني آیت کې الله تعالی وايي، چې دغه نښې نښانې د هغو قومونو لپاره ښکاره او د تطبیق وړ دي، چې د علم خاوندان وي او زړونه یې د ظلم په تورکیو نه وي تور شوي.



[1]. مادي ډبه: هغه خلک دي چې ټولنيزې ګټې د خپلو فردي ګټو څخه ځاروي ، شعار د ټولنيزو ګټو ورکوي او کار شخصي کوي.


No comments:

Post a Comment