لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې مينه ناكې خبرې
قرآن کريم د ژوند خبرې په مینه راسره شریکوي، قرآن چې لولو د مهربانۍ او عزت احساس را کې
پیاوړی کوي. قرآن کریم د الله تعالی وينا ده، لوستنه یې انساني عقل له احساس سره مل روزي، د ژوند واقعي موضوعات راسره په مینه شريکوي، د ګټورتیا، خواخوږۍ او هدفمنۍ پر بنسټ راته
لارښوونه کوي او د ژوندانه د پرمختيا او شا تګ ټول عوامل راته په ډېره مینه ناکه، ساده او روښانه بڼه
وړاندې کوي. فلسفې ته مو نه بيايي، که څه هم د سترو فيلسوفانو
تنده پکې ماتېږي او پوښتنې يې ځوابېږي او د قرآن کریم تعبيرونه يې حيرانوي.

No comments:
Post a Comment