لیکوال:محمدناصر حلیمي
پر قرآني معیار د خبرو زدکړه
د قرآني خبرو د زده کړې نصاب جوړول د مسلمانو پوهانو دنده ده، د مور له غېږې تر لحده پورې داسې په زړه پورې، ګټور، ښوونیز او روزنيز قرآني
نصاب ته اړتیا ده چې هر انسان په روزنیزه بڼه له زیانمنو افکارو، سپکو، سپورو
ویناوو او ناوړه اعمالو ځان وژغوري، د خوږو خبرو،
ښایسته ویناوو، ګټورو افکارو او ستایلو کړنو
نړېوال اتل شي.
بشری نړۍ
لپاره داسې هراړخیز روزنیز نصاب
جوړول د مسلمانانو دنده ده. چې ادا یې کړي، ځکه دوی په خوږه وینا، نېک عمل او د احسن
فکر پاللو او دودولو ته ژمن دي.
متأسفانه د نه اداېنې له امله موږ خپله پخپلو کې یو بل ته
په سپکو سپورو سر شو او د الله تعالی له نظره پرېوتو.
هر قوم چې
د الله تعالی له نظره پرېوت الله تعالی یې د عقل او ضمير سترګې ړندوي.
دا پورته
ژمنې له کره، پوره، علمي اومسلکي نصاب نه پرته ترسره کېدونې نه دي.
الله تعالی
موسی (علیه السلام) ته وايي: نرمه
وینا وکړه چې خبرې دې د احساساتو او جذباتو ښکار نه شي، خبرې باید احساساتي او
جذباتي نه وي. خبرې باید نرمې، مینه ناکې، خوږې او لارښودې وي.
همداسې هم
دا قراني مرغلرې: « وقولوا للناس حُسنًا». (خلکو سره ښاېسته
خبرې کوئ).
قرآني
خبرې ګټور او خوندور تعبیر لري، د دین خبره باید داسې ګټوره تعبیر
شي، چې اورېدونکی او لوستونکی پند ترې واخلي، خپلو ژمنو او روا ارمانونو ته ورسېږي،
عقلي کچه یې ورسره لوړه او عاطفي ځانګړتیاوې يې سپېڅلې شي، د ذهني قناعت له مخې يې
ومني او په زړه کې يې د خپلو چارو په اړه کلکه اراده پیدا کړي. د خپلو افکارو، ویناوو او کړنو پايلو ته هم
ځير شي. زړه يې د بې ګناه خلکو په وینو، خولو او اوښکو خوږمن او د بشريت خیر خواه
شي.
پخپلو
جرمونو پښېمان شي، خپل کړي ظلمونه جبران کړي، خوړلی مال د مال خاوندانو ته وروسپاري، که څوک
یې ګواښلی وي، درنښت يې بېرته جبران کړي.
د ژوند په
ټولو اړخونو کې نن هم پوهان، لیکوال او ژبور د چارواکو او مسؤولو اړخونو په اړه
همداسې خوږو او پرځای موخو ته ځيرمنو نقدونو، معقولو طرحو او د تطبیق وړ
وړاندیزونو ته اړتیا لري.
کنځلې، سپکې سپورې، طنز، ټوکې ټکالې او ټکورۍ زړه سړولاى شي ؛ خو عقل او عاطفه خپلو مسؤوليتونو ته ځيرولای او حقوقو ادا کولو ته يې چمتو کولای نه شي.

No comments:
Post a Comment