لیکوال:محمدناصر حلیمي
خبرې د مور له نسه
اوس خو علمي څېړنو ثابته کړې خبرې د مور له نسه
پېلېږي، چې ماشوم د مور په نس کې اوري. ان تردې چې له
ښو او بدو ویناوو سره غبرګون ښيي. که مور خواشینې وي ماشوم به خواشینی وي او که
خوشحاله او خندانه وي، ماشوم هم ورسره د ګل غوندې غوړیږي.
د کره او
معیاري مورولۍ لپاره - چې د بشري سعادت بنسټ دی- لار جوړونه د مسلمانو قرآنپوهانو
لومړۍ دنده ده. متأسفانه مورتوب زموږ په ټولنه کې له ستر زيان او کړاو سره مخ دی.
کورنۍ
شخړې، بې نظمه زېږون، د میندو روغتیا ته نه پاملرنه، د خواښې او نږور ناندرۍ، جنجال
او د خاوند او مېرمنې ترمنځ لفظي شخړې او
د غاصبانو له امله د ځانګړو کورونو نشت هغه څه دي چې نسلونه يې د جسم، عقل او روح
له پلوه زیانمن کړي دي.
موږ چې
کارونه نشو جوړولای، لامل یې د مور په نس کې د ماشوم روزنې ته نه پاملرنه ده.
عَنْ
أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: «السَّعِيدمَنْ
سَعِدفِي بَطْنِ أُمِّهِ».[1]
(له ابي
هریره رضى الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ وايي: نېکبخته هغه دی، چې د مور
په نس کې نېکبخته شي).
قرآن کامل
کتاب دی، څومره چې انسان د علم له پلوه
د کمال پړاوونو ته ورسېږي، هومره له قرآن کریم نه ګټه کولای شي. څومره چې ځپلی وي،
هومره ورته قرآن کریم هضمول او پلي کول ستونزمن وي، د مورتوب له خوندي کېدا پرته
بشري نسلونه په قرآن کریم هسې نشي پوهېدای څومره چې پکار ده.[2]
[1]. الطبراني ، الحافظ ابي
القاسم سلېمان بن احمد ، المعجم الأوسط ، ج ۸ ، ص223.
[2]. حليمي ، محمد ناصر ، د
محمد صلى الله عليه وسلم ژوند ، (۲۱۶-۲۱۹) مخونه وګورئ.

No comments:
Post a Comment