قرآني خبرې د خبرو اترو هسک معیار


 لیکول:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې د خبرو اترو هسک معیار

د پېغمبرانو خبرې اترې د درنو، منتجو او ګټورو خبرو هسک معیارونه دي، که د پېغمبرانو هغه خبرې اترې چې له دوستانو، دښمنانو، پلویانو، پوهانو او ناپوهانو، ژمنو اوناژمنو سره يې کړې دي، یا په اعتقادي، عبادي، سیاسي، اقتصادي، صحي او تحقیقاتي موضوع ګانو غږېدلي دي، په حقیقت کې انسان ته له مختلفو خلکو سره په مختلفو موضوعګانو کې د ګټورو، ښایسته او حقيقت انځوروونکو خبرو اصول ښيي. لکه: د فرعون غوندې ظالم او جابر په اړه وايي:

«فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى(٤٤)قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى(٤٥)».[1]

(نرمه خبره ورته د دې لپاره وکړئ چې پند واخلي او له بدو او ناوړه پايلو ځان وژغوري، دوی وویل: ډارېږو چې تېری او تجاوز راباندې ونه کړي).



[1]. طه: 44-45.


No comments:

Post a Comment