قرآني خبرې عزتمنې طبقاتي خبرې اترې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې عزتمنې طبقاتي خبرې اترې

قرآن طبقاتي خبرې اترې هم لري، د ګڼو طبقو ترمنځ د خبرو اترو داسې انځورونه یې راښکلي لکه چې همدا اوس نازل شوی دی.

په سورت کهف کې د شتمن کبرجنه لهجه او د خوار، ژمن، مؤمن سړي، زړوره، خواخوږې او اغېزمنه ژبه چې له ایمان هسکې ارادې او پیاوړي ژمنې څخه یې سرچينه اخیستې ده.

په سورت مؤمن کې له دولتي زور واکو او لنډ پارو چارواکو سره د ژمن، مؤمن وزیر خبرې اترې.

په سورت مجادله کې له پېغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم سره د خپلو حقونو په اړه د یوې دردېدلې مېرمنې مناقشه او مناظره[1].

د موسی او خضر (علیهما السلام) خبرې اترې، د استاد او شاګرد او بیا د ټولنې مالي، کاري او تربیتي حقوقي وضع، د مظلومانو او زیانمنو خلکو خبرې اترې او د ژوند څېړنيز انځور.

له ذوالقرنین سره د مظلومو او نارسو ولسونو خبرې اترې.

د اصحب الکهف د ځوانانو حق غوښتونکي او ظلم له منځه وړونکو اهدافو د لاس ته راړلو لپاره له چارواکو سره خبرې اترې.

د آدم (علیه السلام) او شیطان، ترمنځ خبرې اترې، چې د شیطان هغه یې تر قیامته له انسان سره روانې دي.

د الله تعالی او شیطان ترمنځ خبرې اترې.

دالله تعالی او ملایکو ترمنځ خبرې اترې.

د حقپال، عدلپال او مظلومپال موسی (علیه السلام) او ظالم او کبرجن فرعون ترمنځ خبرې اترې.

د پتمن ځوان موسی (علیه السلام) او د شعيب (عليه السلام) پتمنو پېغلو لوڼو، چې د سپېڅلي ځوان او پتمنو پېغلو ترمنځ د سپېڅليو متقابلو خدمتونو یو رښتينی انځور دی.

د موسی او شعیب (علیهما السلام) ترمنځ خبرې اترې.

د موسی او هارون (علیهما السلام) ترمنځ خبرې اترې.

په آخرت کې د جنتیانو او دوزخیانو ترمنځ خبرې اترې.

دوزخ کې د بې لارې شویو او بې لاروونکو ترمنځ خبرې اترې.

د طالوت د قوم ترمنځ، د طالوت او یاغي لښکر ترمنځ، د طالوت او منونکي لښکر ترمنځ خبرې اترې.

قرآن د خبرو دومره اصول او آرونه لري چې بشريت ورته د مادي او معنوي پراختیا او سعادت لپاره د ساه غوندې اړتیا لري. د مسلمانانو له غفلت او له دین سره د بې پروايۍ له امله بشريت له ستر محرومیت سره مخ شو ؛ نو ځکه بشر د بشر دښمن شو او مسلمان تر هر چا ډېر زيانمن شو.

که اوس هم د مسلمانانو لخوا قرآن کریم ته ژمنه او حقوقي مراجعه وشي، د بشري ستونزو کچه تر ډېره راټیټېږي.

که مسلمانانو په سمه معنا په پېغمبري دود د قرآن کریم خدمت کړی وای، نن به هر انسان د بل انسان ورور وای او په تېرو پېړیو کې به هم د نسل وژنې ګڼ او بې شمېره جرمونه نه رامنځته کېدل.

دغه روحي او رواني رنځ او فقر، چې بشريت ورسره مخ دى، باید ژر تر ژره د قرآني علومو د دودونې له لارې معالجه شي. په تېره بيا هغه غوړېدلي استعدادونه چې په زړه کې د بشري نړۍ د نېکمرغۍ هیله پالي، باید ټکی په ټکی قرآن کریم زده کړي او د نړۍ له مختلفو پرګنو سره د اصلاحاتو د راوستو او د پرمختیاوو د رامنځته کېدو لپاره د خبرو اترو قرآني دود زده او پلی کړي.



[1]. خويلد رضى الله عنها.


No comments:

Post a Comment