لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې د بشري پرګنو د تفاهم ژبه
که په لنډه توګه ووایو: قرآن کریم د بشر ترمنځ د پوهاوي ګډه
قانع کوونکې ژبه ده، د بشری پرګنو ترمنځ د ناپوهاوي او سوء تفاهم د له منځه وړو يواځينۍ مرجع ده. د
دغه تفاهم لپاره یې د تطبیق وړ او پایله وال شرایط داسې انځور کړي، لکه څوک چې یو
ژوندی انځور ګوري. قرآن د بشر د عقل، عاطفې، شعور او تمیز ژبه ده.
هم علمي او هم عامیانه خبرې اترې قرآن په روانه ژبه کې علمي او په علمي کې
روانه ژبه ده. علمي موضوع ګانو ته یې روان، په زړه پورې مانوس او په زړه پورې
تعبيرونه راوړي او پېچليو علمي موضوع ګانو ته يې ساده او روان تعبیرونه ورکړي چې
دا د انسان له وسه پورته کار دی.
موږ د اسلامي هېوادونو له لوري پر قرآن منکره
وګړو پراخه پانګونه کوو، دوی دې خپل نوابغ وګوماري، لګښت یې موږ پرغاړه اخلو. د
کایناتو همداسې دقیق انځور، ښایسته او هر اړخیز کره معلومات دې د طبیعت، اجتماع او
وګړو په اړه موږ ته وړاندې کړي.
ښايي قرآن منکر وګړو د خپلو شتمنو هېوادونو له
ملي امکاناتو نه په ګټه دا کار څو څو وارې کړی وي او دې نتیجې ته رسېدلي وي چې د
بشر سعادت تضمینوونکی کتاب (يواځې) قرآن کریم دى چې بشري پرګنۍ يې له
جوړولو عاجزې دي.

No comments:
Post a Comment