قرآني خبرې او بشري وړتياوې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې او بشري وړتياوې

لکه انسانان چې ګڼ او راز راز استعدادونه او وړتياوې لري، د هرې وړتيا خاوند له کمي او کيفي پلوه قرآن کریم د زړه او عقل په ژبه لولي، فکر کوي چې دا کتاب
زما د استعداد د بوختولو، غوړولو، زما د اړتياوو رژولو او ارمانونو پوره کولو لپاره راغلى دى.

که څوک حقپال دی، هغه وايي: قرآن کریم د حقپالو زړونو او فکرونو د ودې، کرونې[1] او د معقولو لارښوونو د ترویج، په انسان او انساني ټولنه کې د قوت او کمزورو ټکو د رابرسېرونې او جبرانونې ژور انځورګر او ترجمان دی.

د کایناتو د رازونو په راسپړلو بوخت انسان وايي قرآن کریم د پټو رازونو برسېراند او د بشر د عقلي او روحي ځواکونو هڅاند کتاب دی. که څوک د منسجم او منظم حکومت د جوړولو په هڅه کې دی هغه وايي: د حکومت او ملت د انتظام او د دواړو ترمنځ د عالمانه او‌ عادلانه انسجام او د با کفایته قیادتونو د راوستو، د ملتونو د اړتیاوو د حلولو او وړتیاوو د غوړولو تګلاره او کړنلاره ده.

که څوک د بشري سعادت لپاره پر کورني نظام ټينګار کوي، چې د باکیفیته نسلونو د ایجاد یواځينۍ مرجع ده، باید اساس یې مینه، لورنه، ډاډ، بښنه، تېرېدنه، روزنه او پالنه وي، هغوی قرآن کریم د کورني نظام د ایجاد لارښود کتاب ګڼي. هغه خلک چې د اتلانو د کارنامو لوستو لېوال دي، وايي چې قرآن کریم د بشر هغه ستر اتلان را پېژندلي دي چې په بېوسۍ کې يې هم د نړۍ جابرانو ته سرونه نه دي ټیټ کړي او چې کله واک ته رسېدلي مغرور، ظالم، غاصب او له بېوسو خلکو نه بې پروا شوي نه دي او د بشري سرچنیو په پراختیا کې يې ناستومانې منډې ترړې او مخلصانه هلې ځلې کړې دي.

د سلیمان (علیه السلام) غوندې یې مرغه ته وده ورکړې، په کار يې ګومارلی او د ارګ دننه یې د وړاندیز، نقد او طرحو وړاندې کولو حق ورکړی. له حکومتي امکاناتو نه په استفاده او حکم يې مېږیانو ته هم د ارام ژوند لار هواره کړې ده. یا د داود (علیه السلام) غوندې شپانه او بزګر ته یې هم ارګ ته د راتلو او د خپلو حقوقو د دفاع مخه ورکړې ده او خپل ور یې ولس ته په مختلفو پلمو نه دی تړلی.

یا د یوسف علیه السلام غوندې د پاکلمنۍ او اقتصادي بحرانونو د مهارونې اتل، چې د بشري ژوند د ژغورنې اتلولۍ ته پسخېږي او وايي چې قرآن کریم د بشريت لپاره د سترو خدمتګارانو د ماضي انځورګر او د حال او استقبال لپاره روزونکی او ځیروونکی کتاب دی.

روغتیا پالان وايي چې قرآن کریم د جسمي، رواني، روحي، عقلي، عصبي او اجتماعي رنځونو د وقايې، د رنځ د تشخیص او درملنې د تجویزکتاب دی.

لنډه دا چې هر څوک په قران کې خپله ورکه موندلای شي. د هرې اړتيا خاوند فکر کوي چې اړتيا مې پکې حلېږي او د هرې وړتيا خاوند مني چې زما استعداد غوړوي او بوختوي. په قرآن کریم کې حیرانوونکې دا ده چې د دغو مختلفو استعدادونو، ارمانونو او ذوقونو درلودونکو ترمنځ د تفاهم ځانګړې ژبه لري، چې بشريت ورته په پرمختيايي او پراختيايي چارو او د هڅو په انسجام کې تر هر څه ډېره اړتیا لري.

همداسې مسؤوليتونه، خاوند ته د مېرمنې، مېرمن ته د خاوند، پلار ته د زوی او زوی ته د پلار، مور ته د لور او لور ته د مور، حاکم ته د رعیت او رعیت ته د حاکم، استاد ته د شاګرد او شاګرد ته د استاد حقوق او وجائب په ښوونيزه او روزنيزه بڼه ورښیي.



[1]. ښه او پوره اجراء.


No comments:

Post a Comment