لیکوال:محمدناصر حلیمي
که د قرآني خبرو حق ادا نشي
که موږ د
بشر په اړه د قرآن کریم حق هر وخت ادا کړی وای، له داسې سپکاوي او حقتلفیو سره به چې د تاریخ په اوږدو کې
ورسره مخ شوي یو او مخ یو، نه مخ کېدو.
اوس هم باید له بشري کړکېچونو څخه د را وتو لپاره دغه ګډه، مشترکه
او ټولګټې ژبه عامه شي، د قرآن کریم د تدریس لپاره ستر علمي کادرونه وروزل شي. د
نړۍ نورو سترو کادرونو ته د قرآنپوهنې مینه ناکه
عالمانه او کریمانه لار هواره شي.
دغسې قرآنپوهان
په نړۍ کې خواره شي، چې بشري ناورین هوار او ژوند بشريت ته د الهي پیغام (قرآن) له
لارې خوږ شي، ځکه چې بشريت د نجات او سوکالۍ لپاره له تطبيقي قرآن نه پرته بله لار
نه لري او د قرآن اساسي هدف بشريت ته له توپير پرته نجات ورکړي او د سوکاله ژوند منتجه مخه ورته هواره کړي.
No comments:
Post a Comment