قرآني خبرې د سالم فطرت غږ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې د سالم فطرت غږ

قرآن د الله تعالی خبرې دي، د بشر د سپېڅلي فطرت روغ او رغنده غږ دی، د تاریخ په اوږدو کې د بشري اختلافاتو یو لامل دا دی، چې دوی د یو بل په ژبه نه پوهېږي يا په بله ژبه د بشر د پوهاوي ژبه ګونګه ده. تاسې چې د ځينو شاعرانو او لیکوالو خبرې ولولئ، فکر کوئ چې د قرآن کریم او نبوي احادیثو خبره یې ځان ته منسوبه کړې، په داسې حال کې چې هغو له قرآن کریم او نبوي احادیثو نه خبر هم نه دي. لامل يې دا دی، چې الله تعالی د بشر د اړتیاوو حل او د وړتیاوو د ودې یو غږ هم رالېږلی چې هغه قرآن کريم دی. له دې نعمته د بشري نړۍ محرومیت بشر د ژوندانه له زرګونو خوږو نعمتونو څخه بې برخې کړی.

لويس سيديوت[1] فرانسوي ختیځ پوه وايي:"دا باید ووایو او ومنو چې قرآن کریم ګڼو ژبو ته را لېږل شوی دی، حتی په هند او سوډان کې قرآن کریم داسې کتاب دی، چې ټول پرې پوهېږي (ځکه) د ګڼ مزاجه خلکو لپاره د احساساتو یوه ژبه ده[2]".

که څه هم د دې زمانې مسلمان د تعصب له امله د بې درکه او بې درده تحلیل له لارې مسلمان د مسلمان ځپنې، وژنې او کږنې ته تیار کړی دی. د قرآن کریم زده کړه د هرې ژبې لوستونکي ته ځکه اسانه ده، چې د بشر د فطرت رښتینی غږ دی.

درې کلن ماشومان مې و ازمایل، د قرآن کریم هغه جملې يې چې د دوی له عقلي او عاطفي کچې سره برابرې وې ډېرې ښې زده کولې. دا زما لپاره د قرآن کریم تر سترو معجزاتو ستره معجزه ده.

مسلمانانو باید د قرآن کریم د زده کړې د اسانولو لپاره ګڼ او راز راز اصول بشري نړۍ ته وړاندې کړي وای ؛ خو متأسفانه چې په دې اړه هم د نړۍ پړه او پوروړي دي. ډېره هڅه کوم چې په دې درد دردمن عالمان ومومم زده کړه ترې وکړم، خدمت يې وکړم، ويې پالم خو مايوسه نه يم، چې هڅه وکړم موندل کېږي.



[1]. (1808 - 1876)L. Sedillot

[2]. خلیل ، عماد الدين ، قالوا عن القرآن ، ص 25.


No comments:

Post a Comment