لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې د بشري پرګنو د یووالي ژبه
د بشريت
ژبه چې قرآني شي مشکل حل دی، دا د مسلمانانو دنده ده، چې نوښتونه وکړي، د بشر شعور
په مستقیمه او نا مستقیمه بڼه قرآني کړي. قرآن د دې لپاره راستول شوی چې د بشريت د
عقل، عاطفې او وجدان ژبه قرآني شي. دا هله کېدای شي، چې د قرآن کریم ترجمه او په
ژوند کې د تطبیق لپاره له وړکتونه تر پوهنتونه د قرآن کریم زده کړې په پوړيز او
تدریجي بڼه په زړه پورې، ګټور او د ژوند له واقعیتونو سره جوخت د انساني اړتیاوو د
هواري په موخه د مادي اومعنوي اړتیاوو عقلي، روحي، رواني او اجتماعي وړتیاوو ته په
وده ورکولو یو مسلکي او علمي نصاب جوړ شي چې لوراند، قرآنپوه، ژوندپوه او انسانپال
استادان او چاپېریال جوړ کړای شو.
د داسې
نصاب، تدریسي چاپېریال، قرآنپوهان او قراني تدریسي میتود رامنځته کول د ژمنو، دردمنو
او هدفمنو قرآنپوهانو پر غاړه له پېړیو راهیسې د قرآن هغه پور دی چې پر ادا يې
بشریت له کړکېچه وځي او د بشري ستونزو حل وړتیا
مومي.
لومړی د قرآنپوهانو
او بیا د عامو مسلمانانو د عقلونو او عواطفو ژبې قرآني او بیا د نړيوالو لپاره ژمن
تشکیلونه وروزل شي. د قرآن لومړنی حق پر مسلمانانو دا دی، چې د عمل په ډګر کې نړۍ
ته دا ور زده کړي، چې قرآن د مسلمانانو خورو ورو صفونو د یو موټي کولو، وړتیاوو د ودې او اړتیاوو د حل وړتیا لري
او قرآن عملا د مسلمانانو په ژوند کې نژادي، مذهبي، قومي او ژبني تعصباتو ریښې
غوڅې کړې دي.
بیا بشریت
ته دا حقیقت اورولای شو چې قرآن د بشري نړۍ د یو موټي کولو وړتيا لري. په پوره
سپېڅلتیا بشري وړتیاوې د بشري پرګنو پر مادي او معنوي ګټو را څرخولای او بشري
پرمختیاوې تضمینولای شي. تر دې ستر ظلم له انسانانو سره او ستر خنډ د اسلام د
خپراوي مخې ته نشته، چې د بشري پرګنو سعادت تضمینوونکی دین د اسلامي مذهبونو او
ګوندونو د غړو او حشرګړو د منافعو پر محور وڅرخي او ملتونه د فقر په
بنۍ کې وسوځېږي.
موږ
مکلفیت نلرو چې اسلامي احکام د اسلامي ګوندونو او مذهبونو د غړو او حشرګړو پر منافعو و څرخوو.
په ټولنه
او حکومت کې د ځانپالو تشکیلاتو د تایید لپاره يې وکاروو. د هوسپالو واکمنانو واک
او د مظلومانو مظلومیت ته پایښت او د ظلم لړ لیکونو ته په دیني استدلال درنښت
وبښو.
یا د
ګوندي کمپاینونو له لارې د فرعي او ناندریزو استحبابي موضوعګانو هغو متخصصینو ته
قرآنپوهان ووایو، چې د اسلام له اصولو څخه بې خبره او د عمل په ډګر کې د قرآن له
اقتصادي، سیاسي، روغتیايي، ښوونیزو او روزنیزو پيغامونو څخه بې خبره او بې باوره
دي. د محلي طرحو محدودو اهدافو ته نړيوال، د نفاق رنګ ته ایماني او کفري رنګ ته اسلامي رنګ ووايو. موږ
مکلف یو چې د قرآن له لارې بشري منابع یعنې بشري عقلونه، عواطف او جسمونه د کاري
کمال هسکې او منتجې مرحلې ته داسې ورسوو، چې طبیعي منابع د بشریت په ګټه تسخیر او
د عادلانه توزیع لپاره عالمانه طرح د ژمن، مسلکي او متخصص تشکیل له لارې پلې کړو.
فردي او
ټولنیزې نیمګړنې د قرآن په آیینه کې
مشخصې او درملنې ورته تجویزې کړو. دا پر موږ تور نه، بلکې پر ځای پېغور دی، چې د قرآنپوهنې او قرآنپالنې له
ادعاء سره د بشري او طبیعي منابعو په اړه"قرآن ناپوهان"معياري
پوهنتونونه، علمي څېړنتونونه او منلي څېړندویان لري او موږ هېڅ نلرو!.
که مو د
بشري پرګنو د عقلونو او عواطفو ژبه یوه کړه، دنیا او آخرت به مو ښایسته شي او که
مو ونکړ مخونه به مو په دنیا او اخرت کې تک تور وي.
No comments:
Post a Comment