لیکوال:محمدناصر حلیمي
نامسلمان او د قرآن کریم خوږې او ګټورې خبرې
د نورو
ادیانو پلویان هم قرآن کریم د دې لپاره لولي، چې په لنډو جملو کې لوی موضوعات، اوږده
تعبیرونه او پېچلې قضیې په ادبي، موضوعي او هدفي بڼه راونغاړي. په صنعتي هېوادونو
کې همدا اوس د مختلفو ادیانو محصلین، شاګردان قرآن کریم په همدې موخه لولي.
نو موږ هم
باید د قرآن کریم لوستونکو لپاره پوه، متوازن او
هوښیار شخصیتونه وروزو، چې د دغسې سرشارو شخصیتونو زړونه په قرآني لارښوونو وتخنوي،
ویښ یې کړي له حق او حقیقت سره یې د مینې او عرفان په خوږو وږمو او د علم په زرینو پلوشو اشنا کړي.
د ښېګڼو ټولې خبرې په قرآن کریم کې نغښتې دي، قرآن د
انسان له اړتیا او وړتیا سره په تړاو د انساني ټولنې او کایناتو هېڅ اړينه خبره نه
ده پريښې.
کومې خبرې
چې قرآن کریم د هرې قضیې د رابرسېرنې، نقد او وړاندیز په بڼه کړې، تر آخرته پورې
بشري نړۍ همدغه اسلوب او پيغام ته په وګړیزو، طبیعي او ټولنيزو سمونونو او پرمختیاوو کې اړتیا لري.
No comments:
Post a Comment