لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې او هسک موخي شخصیتونه
داسې لوړو
سپېڅلو آسمانڅکو خبرو ته د رسېدا لپاره قرآن کریم د کيسو، لارښوونو، اوامرو، نواهیو، تبصرو، نقد، له دوست او دښمن،
پوه او ناپوه سره د خبرو اترو آرونه او قواعد ټاکلي دي، چې تطبیق يې د دنیا او
آخرت د مادي او معنوي نېکمرغیو ضمانت کوي، چې انسان يې تطبیقولای هم شي، ځکه چې
تطبيق يې د انسان جسمي، عقلي، روحي او رواني غوښتنو ته غذا او وده ورکوي خو دقیق
علمي نصاب او د بشر سعادت ته د ژمنو او خواخوږو، کار پوهانو او انسانپوهانو مسلکي
او کادري ټیم ته اړتیا لري ؛ خو د قرآن کریم په اړه دغه اصول او آرونه موږ د نظر
ډګر ته نه دي را ایستلي عمل، نتیجه او تولید ؛ خو په ځاى پرېږده!
No comments:
Post a Comment