قرآني خبرې، بشري وړتیاوې او اړتیاوې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې، بشري وړتیاوې او اړتیاوې

قرآني وینا، بشري اړتیاوې او د ژوندانه واقعیتونه كه وڅېړل شي، څېړنه په دې ګواهي ورکوي چې درې واړه د یوه عليم او خبير ذات له لوري دي، قرآن کریم د ژوندانه د ټولو اړتیاوو د حل لپاره وړ مفاهیم او د ژوندانه د ټولو اړخونو لپاره مينه ناك، خواږه، راښکونکي، پوهېدوني او هضمیدوني سرچینې لري، واقعیتونه د ډېرو رڼو، خوږو او زړه راښکونکو، پوهېدنو، هضمېدنو، وړتياغځوونکو، سرچېنو ته وده ورکوونکې او د اړتیاوو له حلوونکي بڼو، چې د انسان د استعداد له کمیت او کیفیت سره برابر د تطبیق وړ په زړه پورې، بدلوونکې او منتجې ویناوې لري.

او قرآن کریم له هر انسانه غواړي چې همداسې ګټورې، هدفمنې او په زړه پورې خبرې وکړي او قرآني کړنلار په خبرو اترو کې د ځان لپاره د لارې مشال ګړندود او کړندود وګرځوي.


No comments:

Post a Comment