د قرآن کریم او نبوي احادیثو تدریسي تګلار


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د قرآن کریم او نبوي احادیثو تدریسي تګلار

له قرآن نه خالي ذهنونه او له ټولنیزو ناخوالو په اړه بې درده زړونه که نبوي احادیث زده هم کړي پخپلو چارو او شننو کې نه جبرانېدونکې سترې تېروتنې کوي، قرآن کریم عقل او عاطفه داسې خړوبوي او روزي چې احساسات د عقلي فعالیت او عقلي فعالیت د احساس د وژنې لامل نشی، د قرآن کریم له دقیق هضم نه مخکې د احادیثو علم ته ورننوتل ډېرې ښوونېزی او روزنېزې ستونزې را ولاړوي.

کله چې یو طالب العلم قرآن کریم پخپل عقل او عاطفه کې د علمي او عملي بهیر له لارې په عملي بڼه زده، هضم او مثمر کړ، بیا ورته د صحاح سته درس شروع شي او د قرآن کریم سترګۍ (عینکې) د عقل او عاطفې سترګو ته کېږدي، بیا د بشري پرګنو نېکمرغۍ په آسانۍ کشفولای او په منتجه بڼه ترلاسولای شي، مسلمان ولس ژمن دی چې خپل عقل، روح او جسم د بشري پرګنو د نېکمرغۍ لپاره په کره او منتجه بڼه وکاروي.

د احادیثو لویې دورې ته له ورننوتو مخکې باید دا شرط وي چې، دولس میاشتې قرآن کریم په اساسي او هر اړخیزه تحقیقي بڼه زده کړي، یعنې د قرآن کریم ترجمه، مفردات القرآن د اصفهاني، اعراب القرآن دطنطاوي، عملي تجوید، د بشري پرګنو د شتو ستونزو او رنځونو د کره لړلیک په رڼا کې د قرآن له عمومي او تفریقي تشخیص او درملنې سره په تړاو لارې چارې مشخصې کړي.

په قرآن کریم باید دا زده کړي چې د قرآن له لارې بشري منابع څنګه ډېره او ګټوره وده وکړي، د بشري اړتیاوو حل ته بشري وړتیاوې څنګه او څومره وروزل شي، بشري منابع له طبیعي منابعو سره څنګه پخلا شي یا په بله ژبه بشري منابع څنګه طبیعي منابع د بشري ستونزو رژولو ته چمتو کړي.

پورته موخو ته د رسېدو په پار هره ورځ د مباحثې، مناقشې او ارزونې له لارې د ژوند د ځانګړي ډګرونو په اړه پر آیتونو ګډ او مسلکي بحثونه وشي.

او بیا هغو زده کوونکیو ته لويې دورې ته د ورتګ اجازه وکړل شي، چې د شفافې ازموینې له لارې لږ تر لږه د قرآن کريم په تجويد، ترجمه، تحليل عملي ژوند سره په تړاو د آيتونو په تغير کې اتیا نومرې آخیستې وي.

د بېلګې په توګه: د افغاني ټولنې یوه ستونزه د اخلاقي نیمګړتیاوو ستونزه ده، د دې ستونزې د حل لپاره لومړی داخلاقو په اړه هغه (۱۵۰۴ ) آیتونه د زده کوونکیو له لارې له قرآن کریم نه په ځانګړو کتابچو کې ولیکل شي، لفظي ژباړه یې د زده کوونکيو پخپلمنځي تکرار زده او پاخه شي، بیا د لارښود استاد له خوا په ۲۴۰ پر ۱۲۰ سانتي متره تخته کې د اخلاقو فرعي عنوانونه ولیکل شي او د مسابقې په توګه له موضوع سره تړلي آیتونه د زده کوونکیو له لارې وویل شي او د لارښود استاد په واسطه په ښکلي خط ولیکل شي.

 شاګردان په څو ګروپونو ووېشل شي، پر تخته د لیکل شوي آیتونو په اړه له طبري، تغير کبير او قرطبي تفاسیرو نه معالجې خبرې ولیکل شي او هر ګروپ په همکارۍ له طبري تغير کبير او قرطبي تفاسیرو نه په استفاده ژوند سره تړلې خبرې را وباسي او د دې لپاره چې یو رغنده سیالي (سالم رقابت) رامنځته شي په چارتونو کې يې د خپل ګروپ په نمایندګۍ را وباسي او په ښکلي خط يې چارتونو کې ولیکي او پر دېوال یې وځړوي.

بیا د دې اخلاقي نیمګړتیاوو د لاملونو او نتایجو په اړه د ارواپوهنې، اجتماعي، رواني او عقلي علومو د متخصصینو په مخکې د اوسنیو څیړنیزو علومو په رڼا کې تشرېح او توضېح شي او د شتو اخلاقي نیمګړتیاوو په اړه د درملنې چارې طرح او د عملي تطبیق پړاوونه او ډګرونه مشخص شي.

کله چې د طبیعت په اړه راغلي آیتونه شاګردانو ته تدریسیږي، د قرآن کریم همدغه زر آیتونه د شاګردانو له لارې په ځانګړو منظمو کتابچو کې لیکل کېږي، ترجمه دې دوی پخپلو کې زده او تکرار کړي، سیر علمي ته و ایستل شي، غرونو، رغونو، ځنګلونو، باغونو، ورشوګانو، دښتو او مېرو ته لاړ شي، هلته عملا په علمي لید د قرآن په عينکو کې لمر، سیندونو، ویالو، دښتو او میرو کې د الله نعمتونه وګوري او د خپلو وږو او محرومو ولسونو د ستونزو حل لپاره پکې د زراعت، اقتصاد او صنعت د متخصصینو په همکارۍ او لارښوونو لار ولټوی، بحث دې ورباندې وکړي، د زمکې ابادول د یوې دیني وجیبې په توګه د منتجو چاردو د سمبالنې او رهبرۍ په موخه درک کړي.

د لمر، سپوږمۍ او ستورو آیتونه چې لوستل کېږي او ترجمه کېږي، د سترانومي متخصص باید پکې ګډون ولري، د بېلګې په توګه د لمر نه ګټې آخیستنې، د لمر دندې، د لمر چارې باید د نویو علمي څېړنو په رڼا کې توضېح کړي، دا باید واضح کړي چې ولې نوره نړۍ له لمره ګټه آخستلای او اسلامي امت ترې نشي اخستلای؟

د زمکې په اړه د قرآن کریم هغه (۴۶۹) آیتونه هم ولیکي، دا آیتونه هم د جغرافيې، سمندرپوهنې، جیولوژي علومو د متخصصینو په څېړنیزه مرسته تطبیقي توضېح شي.

په زمکه کې چې د ویالو، چینو، کاریزونو، باغونو، مېوو، سبزیجاتو، ونو، بوټو او نورو زراعتي تولیداتو یادونه شوې، د زراعت او اوبو په اړه آیتونه باید را و ایستل شي، ژباړه دې زده شي، د ځینو پرمخ تللیو هېوادونو لکه چین، امریکا، جاپان، هالیند او داسې نور صنعتي او زراعتي هېوادونو کې د څارویو او نباتاتو د ودې او پرمختیا دود او میتود د مسلکي ټیمونو له لارې روښانه او طالب العلمانو ته تدریس شي او د دې په رڼا کې په افغانستان کې د حیواني او نباتي محصولاتو د ودې لارې چارې، امکانات او شرایط وپلټل شي او دا هم وښودل شي چې له زراعتي پرمختیا نه پرته د صحتمن نسل یا د قرآن په تعبیر (ذریة طیبة) نشي رامنځته کېدای.

د قراني زده کړو په رڼا کې باید دا زده کړي چې افغانستان عملا څومره اوبه، څومره ښېرازه خاوره، څومره ګاګره، څومره چغره، څومره غرونه، څومره کانونه، څومره غرونه او څومره ځنګلونه لري، د دوی د ساتنې، پالنې او ګټې اخیستنې لپاره باید څه وکړو؟

د دې آیتونو په تفسیر کې د مندلیف جدول، د نړۍ سیاسي، طبیعي، تجارتي او جيوپولیتکې نقشو څخه باید کره استفاده وشي، د قرآن هره ښځینه او نارینه لوستونکی باید پورته نقشې ټکې په ټکې تشرېح او توضیح کړای شي. ځکه چې د زمکې ابادول او د بشري نېکمرغۍ لپاره د زمکې له ټولو نعمتونو نه ګټه آخیستنه او بشري پرګنۍد ورورۍ په مزو او د متبادلو عادلانه اړیکو پالل او د هر یوه نعمت پېژندنه د قرآن یوه اساسي موضوع ده.

ټول روغتیايي آیتونه باید شاګردان ولیکي، ژباړه یې زده کړي، اوسني رنځونه لست کړي، په پورته بڼه د طبي علومو د متخصصینو له خوا توضېح شي، زموږ په ټولنه کې چې څومره جسمي، عقلي او رواني رنځونه دي له خپلو عاملینو، علتونو او درملنو سره مل توضېح شي.

د دعوت آیتونه د پېغمبري طرحې، زغم او دود پر بنسټ توضېح شي، د دعوت آیتونه د بشري منابعو د ودې او سپېڅلتیا پر بنسټ په اسلامي دعوت کې د بوخوتو پوهانو له خوا داسې توضېح شي چې د تاو تریخوالي پر ځای عاقلانه بڼه او عالمانه سیستم سره وده وکړي.

د اسلامي دعوت د آیتونو د حقونو د اداء لپاره زما د تجربې له مخې تبلیغ ته وتل ګټور او اسانه لار ده، چې شاګردان باید له تبلیغي نظم او سیستم سره د اطاعت او مخلصانه عبادت له مخې ووځي.

لمونځ چې ډېره مهمه موضوع ده، یو کال په لمانځه کې پر خشوع، خضوع، حفاظت او دوام عملي روزنه او ټینګار وشي، داسې لمونځ چې عقل، روح او جسم په پوره پاکۍ او بېدارۍ پکې ګډون وکړي، خپل لمونځ باید دکمال پړاو ته ورسوي، که بیا د احادیثو په دوره کې د لمانځه پر اختلافي موضوعګانو بحث کېږي، پروا نه کوي، کله چې په اتفاقي موضوعګانو کې لمونځ د کمال درجې ورسېږي، بیا اختلافي موضوعات د بحث وړ شي، متاسفانه زموږ په ټولنه کې ډېر خلک شته چې خپل لمونځونه یې بې حضوره دي حتی د خشوع، خضوع، حفاظت او دوام په معنا نه پوهیږي خو په اختلافي مستحباتو کې عوام سره جنګوي، یو حرامخور مخکې له دې چې له حرام، ظلم، غصب او خیانت څخه منع کړي اول یې د مختلف فیه استحبابي موضوعګانو له لارې د یوې داخلي متضادې جبهې دروازه ورته پرانیږي. هغه طالب العلم چې لمونځ يې د کمال مرحلې ته نږدې کړی نه وي او اختلاف ته لمن وهلو ته چمتو کېږي، شر یې تر خیر او ضرر يې تر ګټې دین او خلکو ته ډېر دی. لمونځ لږ تر لږه د کمال دومره مرحلې ته ورسېږي، چې عقل تر عاطفې او عاطفه تر عقله پیاوړې او سپېڅلې او پکې ډېر ګډون وکړي.

صنعتي آیتونه هم باید د نړېوالو صنعتي تولیداتو د معاصرې تکنالوژۍ د چټکې پرمختیا پر بنسټ توضېح شي، دا آیتونه باید حفظ او د صنعتي پرمختیاوو له لارې بشري نړۍ ته د خدماتو د وړاندې کولو دنده او ژمنه په شعوري بڼه د علمي بحث لاندې د یو ګډ کار له لارې ونیول شي.

د بدن غړي چې په قرآن کې یادیږي باید آیتونه یې د شاګردانو له خوا و ایستل شي، ژباړه یې زده شي، د فزیولوژي او اروا پوهنیزو علومو په رڼا کې د غړو دندې روښانه شي او د غړو د رغنده او ګټورې څارنې او سمبالنې (مدیریت) لپاره له هغو څیړنیزو کتابونو ګټه واخستل شي، چې د بدن د غړو د ښې او ګټورې کارونې په اړه راغلي دي.

همداسې ټولنیز، روغتیاییز، ښوونیز، روزنیز، سیاسي، اقتصادي او تجارتي ... آیتونه ....

د نبوي احادیثو لپاره په ماسترۍ کې د جذب شرط باید په پورته بڼه د قرآن کره زدکړه، عملي کول او هضم وي، په نبوي احادیثو کې د ماسترۍ شاګردان باید د قرآن د زدکړې لپاره په پورته روزنیزه برنامه کې قرآن زده، هضم او پلې کړي، بیا دې ورته د ماسترۍ درسونه پیل شي، صنفي فعالیتونه او تیزسونه باید د قرآني موضوعګانو پر محور ورکړل شي، نه د فقهي ناندریزو موضوعګانو پر محور چې محصل د کټ پسټ پر ګناه اخته لیکنه پوهنتون ته په داسې بڼه راوړي چې پردۍ شننې یې ځان ته منسوب کړې وي او د ټولنو د ستونزو تشخیص او حل پکې تت یا ورک وي یا که لیکنه لږه خوندوره وي په مزدورۍ لیکل شوې وي.

محصلینو ته صنفي فعالیتونه باید له عملي ژوند سره په تړاو ورکړل شي، متاسفانه نبوي احادیث زموږ له شته ستونزو سره په تړاو ډېرې ښې حللارې لري خو د ژوند په ټولو ډګرونو کې عالمانه شننې او پر اسبابو توضيحي، منتج فعالیت ته اړتیا لري.


No comments:

Post a Comment