قرآني خبرې بیا نبوي خبرې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

قرآني خبرې بیا نبوي خبرې

 رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم خلک د احادیثو له لیکلو هم منع کول. لاندې روايت دقيق ولولئ:

«عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، أَنَّ رسول الله ﷺ قَالَ: لاتَكْتُبُوا عَنِّي شَيْئًا سِوَى الْقرآن فَمَنْ كَتَبَ عَنِّي شَيْئًا سِوَى الْقرآن فَلْيَمْحُهُ».[1]

(له ابو سعید خدري رضى الله عنه نه روايت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمايل: له قرآن کریم پرته بل څه مه لیکئ! له قرآن کریم پرته چې چا هر څه لیکلي وي، وران دې کړي).

عَنْ عَبْدِ الله بْنِ يَسَارٍ قَالَ: سَمِعْتُ عَلِيًّا يَخْطُبُ يَقُولُ: «أَعْزِمُ عَلَى كُلِّ مَنْ كَانَ عِنْدَهُ كِتَابٌ إِلَّا رَجَعَ فَمَحَاهُ، فَإِنَّمَا هَلَكَ النَّاسُ حَيْثُ تَتَبَّعُوا أَحَادِيثَ عُلَمَائِهِمْ وَتَرَكُوا كِتَابَ رَبِّهِمْ».[2]

(له عبدالله بن يسار رضى الله عنه څخه روايت دى، وايي: ما له علي رضي الله عنه څخه واورېده، چې ويل يې: ما ټینګ هوډ وکړ، چې له هر چا سره کتاب ومومم، هغه به ختم کړم ؛ ځکه د مخکنیو خلکو د هلاکت لامل په دې کې و، چې د خپل پروردګار کتاب یې پرېښود او د خپلو علماوو د احاديثو او رواياتو پسې روان شول).

«عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عُرْوَةَ، أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رضي الله عَنْهُ أَرَادَ أَنْ يَكْتُبَ السُّنَنَ فَاسْتَفْتَى أَصْحَابَ النَّبِيِّ ﷺ فِي ذَلِكَ فَأَشَارُوا عَلَيْهِ بِأَنْ يَكْتُبَهَا فَطَفِقَ عُمَرُ يَسْتَخِيرُ الله فِيهَا شَهْرًا، ثُمَّ أَصْبَحَ يَوْمًا وَقَدْ عَزَمَ الله لَهُ فَقَالَ: «إِنِّي كُنْتِ أُرِيدُ أَنْ أَكْتُبَ السُّنَنَ وَإِنِّي ذَكَرْتُ قَوْمًا كَانُوا قَبْلَكُمْ كَتَبُوا كُتُبًا فَأَكَبُّوا عَلَيْهَا وَتَرَكُوا كِتَابَ الله وَإِنِّي وَاللَّهِ لَا أَشُوبُ كِتَابَ الله بِشَيْءٍ أَبَدًا».[3]

(زهري له عروه څخه روايت کړى وايي: عمر بن خطاب رضي الله عنه د صحابه کرامو په مشوره د رسول اللهﷺد سنتو د لیکلو پرېکړه وکړه، يوه مياشت یې په دې اړه استخاره کوله. وروسته يې يوه ورځ وويل: د سنتو د ليکلو پرېکړه مې وکړه ؛ خو وروسته پوه شوم ‌ٍچې پخوانیو ملتونو کتابونه وليکل او هره ډله پخپله ليکنه ودرېده، د الله تعالی کتاب يې پرېښود، مګر زه په الله تعالی قسم کوم، چې د الله تعالی له کتاب سره هېڅ شى نه برابروم او بدیل يې نه پیدا کوم).

«عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الْأَسْوَدِ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ:"أَصَبْتُ أَنَا وَعَلْقَمَةُ، صَحِيفَةً فَانْطَلَقَ مَعِي إِلَى ابْنِ مَسْعُودٍ بِهَا وَقَدْ زَالَتِ الشَّمْسُ أَوْ كَادَتْ تَزُولُ، فَجَلَسْنَا بِالْبَابِ، ثُمَّ قَالَ لِلْجَارِيَةِ: انْظُرِي مَنْ بِالْبَابِ، فَقَالَتْ: عَلْقَمَةُ وَالْأَسْوَدُ، فَقَالَ: ائْذَنِي لَهُمَا، فَدَخَلْنَا فَقَالَ: كَأَنَّكُمَا قَدْ أَطَلْتُمَا الْجُلُوسَ؟ قُلْنَا: أَجَلْ، قَالَ: فَمَا مَنَعَكُمَا أَنْ تَسْتَأْذِنَا؟ قَالَا: خَشِينَا أَنْ تَكُونَ نَائِمًا قَالَ: مَا أُحِبُّ أَنْ تَظُنُّوا بِي هَذَا إِنَّ هَذِهِ سَاعَةٌ كُنَّا نَقِيسُهَا بِصَلَاةِ اللَّيْلِ، فَقُلْنَا: هَذِهِ صَحِيفَةٌ فِيهَا حَدِيثٌ حَسَنٌ فَقَالَ: يَا جَارِيَةُ هَاتِي الطَّسْتَ وَاسْكُبِي فِيهِ مَاءً قَالَ: فَجَعَلَ يَمْحُوهَا بِيَدِهِ وَيَقُولُ: (نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ) يوسف: 3.، فَقُلْنَا: انْظُرْ فِيهَا فَإِنَّ فِيهَا حَدِيثًا عَجَبًا، فَجَعَلَ يَمْحُوهَا وَيَقُولُ: «إِنَّ هَذِهِ الْقُلُوبَ أَوْعِيَةٌ فَاشْغِلُوهَا بِالْقرآن وَلَا تَشْغَلُوهَا بِغَيْرِهِ».[4]

(علقمه او اسود د ابن مسعود رضي الله عنه کور ته ورغلل، چې د ښایسته احادیثو يوه پاڼه ورسره وه. دا وخت لمر زوال ته نږدې و، موږ یې له دروازې سره کېناستو. عبدالله بن مسعود رضى الله عنه خپلې وینځې ته وویل: په دروازه کې وګوره چې څوک دي؟ هغه چې راغله ویې ویل: علقمه او اسود رضى الله عنهما دي، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه خپلې وېنځې ته وويل: دواړو ته اجازه وکړه، چې راشي. دوی وايي موږ چې ننوتو، تاسې به کېدای شي تر ډېره دلته ناست وئ؟ هغوی وویل: هو! ابن مسعود وویل: نو ولې نه راتلئ؟ دوی وویل: موږ له دې وېرېدو چې ته به ویده یې. ده وویل: زه د ځان په اړه داسې فکر نه خوښوم، موږ به داسې وخت د تهجدو سره برابر ګاڼه موږ وویل: دغه یو کاغذ دی او څو احادیث پکې لیکل شوي دي، ویې ویل: ای وینځې! د اوبو یو ډک لګن (طشت) راوړه! عبدالله بن مسعود رضي الله عنه دغه پاڼه تر هغه ومږله چې پاکه شوه).

او ويې ويل: )نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ اَحْسَنَ الْقَصَصِ (. [5]

(اى محمده صلی الله علیه وسلم! موږ ډېرې ښایسته کیسې درته کوو).

دواړو ابن مسعود رضي الله عنه ته وويل: په دې کې ډېر ښایسته احاديث دي، ته يې ولوله، خو هغه يې په پاکولو بوخت و او ويل يې: زړونه د علم لوښي دي، له قرآن کریم پرته یې په بل څه مه ‌ډکوئ. زړونه پوهېدونکي دي، نو خپل زړونه په قرآن کریم بوخت کړئ او بې له قرآنه په بل څه يې مه ډکوئ).

البته د دې خبرې معنا دا نه ده، چې مسلمان به له احادیثو، پوهنیزو ویناوو او انساني تجاربو څخه ځان ساتي. دا په دې معنا ده چې د قرآن کریم زده کوونکی تر هر څه د مخه باید قرآن کریم په پوره معنا زده تطبيق او هضم کړي. په قرآن کریم خپل ذهني قناعت او عاطفي ډاډ ترلاسه کړي، بیا احادیث زده کړي. بیا دې د علماوو ویناوې ولولي، چې دا د اسلامي علومو د نصاب جوړولو موضوع ده چې یوه پراخه علمي او ګڼ تخصصه، اسلام ته ژمن تشکیل او علمي رهبرۍ او ادارې ته اړتیا لري، چې متأسفانه نیمګړتیاوې بې شمېره دي، چې پايلې یې د مسلمانانو په سرګردانه عملي ژوند کې معلومېږي.



[1]. ابن عبدالبر أبو عمر يوسف بن عبد الله بن محمد بن عبد البر النمري القرطبي ، جامع بيان العلم وفضله ، ج ۱ ، ص۲۶۸.

[2]. ابن عبدالبر أبو عمر يوسف بن عبد الله بن محمد بن عبد البر النمري القرطبي ، جامع بيان العلم وفضله ، ، ج 1 ، ص 27۲.

[3]. ابن عبدالبر أبو عمر يوسف بن عبد الله بن محمد بن عبد البر النمري القرطبي ، جامع بيان العلم وفضله ، ، ج ۱ ، ص 2۷۵.

[4]. ابن عبدالبر أبو عمر يوسف بن عبد الله بن محمد بن عبد البر النمري القرطبي ، جامع بيان العلم وفضله ،  ، ج ۱ ، 2۸۳.

[5]. يوسف:٣.


No comments:

Post a Comment