لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآني خبرې او ستر شخصيتونه
سترو
شخصیتونو ته تر قرآن کریم ښایسته خبرې نشته، هر عاقل انسان چې د محمدﷺ د خوږو او خوږ بویه خبرو له بېساري ښایست، خوند او حیرانوونکې ښکلا څخه خبر وي، دا مني چې د
بشريت په تاریخ کې تر رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ګټورې، زړه را
ښکونکې او خوږې خبرې هېچا نه دي کړي ؛ الله تعالی ورته وايي، چې قرآن کریم تر نبوي
مرغلرو او پېغمبري ګلپاڼو ډېرې ګټورې، خوږې او ښایسته
خبرې لري.
ستاسې عقل، روح او روان ترې داسې خړوبېږي چې د انساني چارو
د تر سرنې تنده درکې زیاتوي او د اجرا پیاوړې هڅه، لوړ همت او
ګټوره برنامه درکې روزي. د پیل او پای
ټکي در په ګوته کوي. مخې ته د پرتو خنډونو د هوارۍ لارښوونه او روزنه
درکوي.
اصحاب
کرام ستومانه شول، رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ته يې وويل: موږ ته
خبرې وکړه! الله تعالی دغه آيت نازل کړ:
الانفال: ۲۳.
(الله
تعالی تر هر چا ډېره ښایسته خبره نازله کړې ده، متشابه([1]) او مثاني([2]) کتاب چې له خپل رب نه د وېرېدونکو پوټکي رپیږي، بیايي پوستکي د الله تعالی په یاد
نرمېږي. دا کتاب د الله تعالی لارښود کتاب دی، چا ته چې الله تعالی وغواړي هدايت
کوي او چې الله تعالی څوک بېلارې کړي نو هېڅ لارښود يې نشته).
د
انسانانو روزنه باید همداسې وي، چې تر ټولو خبرو له قرآن کریم نه ډېر خوند او ډېر پند واخلي.
همدا لامل دی چې د سلګونو مسلمانانو سترو پوهانو د ژوند
اخرنی آرمان دا دی چې: آی کاش! چې ټول ژوند مې قرآن ته ورکړای وای.
No comments:
Post a Comment