لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن د ښو خبرو جامع او ګټوره ټولګه
كه موږ د
یوې قضيې د وضاحت، نقد او حل لپاره سلو یا زیاتو موشګافو[1]، نوښتګرو، عالي ادبي ذوقونو او پراخو عقلونو
ته د یوې موضوع د پوره او هر اړخیز انعکاس لپاره وسپارو، دوى په ښوونیزه ادبي بڼه د انسان د روزنې په
موخه کره او پوره کار پرې وکړي، بیا هم قرآن کریم
ترې ښایسته، په زړه پورې، خوندور او ګټور تعبیر لري.
که ووایو
د نړۍ په کچه یو حق یا حقیقت انځوروونکې ښایسته او خوږه جمله ومومئ او رايې وړئ چې
له قرآن کریم سره يې پرتله کړو. داسې جمله به د نړۍ د هېڅ ادیب، شاعر، لیکوال او
فیلسوف په ویناوو کې ونه مومئ.
که تاسې
دا نه منئ چې دا د الله تعالی خوږې خبرې دي، نو داسې خبرې پيدا کړئ چې د هرې زمانې
د نويو ستونزو لپاره نوې حل لارې په داسې بڼه ولري، چې خوږلني، رانغاړنه، جامع
والی او اغېز يې په هېڅ کتاب او د هېچا په وینا کې هم ونه ليدل شي. هر لوستونکی يې
داسې وګڼي چې د دې کتاب مخاطب زه یم، زما له اړتیا او وړتیا سره مناسبې، سمې او
ګټورې خبرې لري. ستونزې مې رژوي. ماته وده، پرمختګ او ترقي را کوي او داسې انګېري
چې همدا نن نازل شوی دی.
No comments:
Post a Comment